زابل:په نښتوکښي پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د لراوبر اداره | سپتمبر 3rd, 2014


دزابل امنيتي چارواکي وايي چي نن سهار يي دزابل ولايت دشملزو په ولسوالي کښي .
افغان ځواکونو او وسلوالو نښته کړي .
چي دنښتي په ترڅ کښي اوه وسلوال وژل سوي او په زياته اندازه وسلي او
مهمات افغان ځوا کونو لاس ته ورغلي دي.
او په نښته کښي ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چي دزابل په ميزاني ولسوالي
کښي يي دافغان ځواکونو سره درنه نښته کړي .
چي په ترڅ کښي يي دوه افغان سرتيري وژلي او دوه نور هم ژوبل کړي دي.
طالب وياند ادعا کوي چي دارغنداب په ولسوالي کښي بيا يو افغان سرتيري د
وسلوالو طالبانو له يوي ډلي سره يو ځاي سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024