کور / تازه خبرونه / اروزګان:بمي چاودني اوو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړول

اروزګان:بمي چاودني اوو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړول

د اروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د بمي چاودني پر مهال دوه پوليس وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.

د اروزګان د دهراود ولسوال امين الله خالقي وايې چې دا چاودنه د دهراود ولسوالۍ اړوند د سراب سيمي ته ور څيرمه سوي ده.

هغه وايې چې په دي پېښه کې دوه تنه پوليس وژل سوي دي او پنځه نور ټپيان سوي دي.

خالقي وويل چې دغه پوليسو غوښتل د چارچينو ولسوالۍ د پوليسو مرسته وکړي خو په لاره کې ورته ځاى پر ځاى سوي ماين چاودنه کړي ده.