کور / تازه خبرونه / دغزني په نننیو ځانمرګو بریدونو کې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې

دغزني په نننیو ځانمرګو بریدونو کې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې

په غزني کې د ډله ييز ځانمرګي برید په ترځ کې ولایتي چارواکي وايي چي په ترځ کې يې ۱۰ تنه امنيتي سرتیري او ۱۴ ځانمرګي برید کونکي وژل سوي او ۶۳ تنه ټپیان شوي چي امنيتي سرتیري او عام خلګ پکښې شامل دي .
بریدونه د غزني د پوليسو د امنیت د امر پر دفتر ، د ملي امنيت پر ریاست او د پوليسو چټک غبرګون پر قومندانۍ سوي .
د نن سهار په ډله ییزو ځان وژونکو حملو کې ۱۵ تنو برید کونکو برخه لرل چي یوتن يې د امنیتي کسانو له لوري ژوندی نیول سوی
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي چي برید کونکو لمړی د کاماز موټر په وسیله زوره وره چاودنه کړې او تر هغه وروسته يې له ۳ خواوو څخه د ملي امنيت پر ودانۍ ، د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې پر مرکز او د پوليسو د امریت امنیت پر دفتر بریدونه پیل کړه
دی زیاته وي چي د ځانمرګو برید کونکو څخه يې ۷ تنه د امنیتي کسانو له لوري وژل سوي
په دغو ډله ييزو بریدونو کې اکثریت ټپیان د سیمي ځايي اوسیدونکې دي چي د ودانیو د ښېښو او کړکیو د را لوېدو له کبله ژوبل سوي .
ها خوا وسله والو طالبانو دغزني د نن سهار د ډله ييزو ځانمرګو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی او حکومتي لوري ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې .