کور / رسنۍ / د ولوله مجلې څلورمه ګڼه تازه له چاپه راووته

د ولوله مجلې څلورمه ګڼه تازه له چاپه راووته

ولوله مجله د غازي ببرک خان ټولنيزې کلتوري ټولنې هغه درې مياشتينۍ خپرونه ده، چې د رفيع الله زيار تر مسوول مديريت او د عيسى خان تسل تر مرستيالۍ لاندې د نورو فعالو ځوانانو پر مټ له خوست ولايت څخه خپرېږي.

د ولوله مجلې څلورمه ګڼه په ښه سکښت، رنګه پوښتۍ او د ښو مطالبو په درلودلو سره په ٧٢ مخونو کې تازه له چاپه راووته.

دا په داسې حال کې ده، چې د يادې مجلې چاپ شوي ګڼې ډېرې ښې وځليدې او په خلکو کې يې ځانګړى ځاى پيدا کړ. همدا لامل شو، چې د خلکو له غوښتنو سره سم يې خپل تېراژ لوړ کړ.

د ولولې په دې تازه چاپ شوې ګڼه کې د سيمې او هېواد په کچه د مخکښو ليکوالو، شاعرانو، ژباړونکو او د نظر خاوندانو سياسي، ادبي، ټولنيزې او کلتوري ليکنې، شعرونه او نور مطالب خپاره شوې دي.

پر دې سر بېره د هنر، لوبو، عجايبو او نورو لپاره ځانګړې برخې لري، چې خپلو مينه والو ته په کې په زړه پورې مطالب وړاندې کوي.

په ولوله مجله کې د سپورټ برخه نه يوازې له پامه نه ده غورځول شوې، بلکې ځانګړې توجه ورته شوې او په دې ګڼه کې هم د بېلابېلو لوبو په باره کې معلومات راغلي، چې د لوستونکو تنده ماتوي. همدارنګه د جالبو معلوماتو، د ټيکنالوژۍ او نورو برخو کې لوستونکو ته په معيار برابر مطالب وړاندې کړې دي.

دغه مجله په منظم ډول د خوست په ګډون په پکتيا، لوګر، کابل، ننګرهار، کونړ، کندهار، هلمند او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې ويشل کېږي.