کور / تازه خبرونه / په جنسي تیري تورن کسان په اعدام محکوم سول

په جنسي تیري تورن کسان په اعدام محکوم سول

د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري په جرم نیول سوي کسان نن د کابل په ابتدائیه محکمه کي په اعدام محکوم سول.
د علني محاکمې په جریان کي چي پر عیني وخت له ځینو تلویزونونو څخه هم خپرېدی، د ابتدائیه محکمې قاضي وویل نیول سوي کسان باید اعدام سي، خو دا پرېکړه یې نهايي نه ده او تورن کسان محکمې ته د بیا کتني او ځان د سپیناوي حق لري.
یاد سوي اووه کسان په پغمان ولسوالۍ د هغه ډله ایز جنسي تېري په تور نیول سوي دي، چي تېره اونۍ له یوه واده څخه ستنېدونکو پنځو مېرمنو باندي د پولیسو په یونیفورم کي سوی وو.
تېري کوونکو د دغو مېرمنو زېور هم غلا کړي وو.

د کابل امنیه قومندان د دې پېښي په باب ویلي وو چي د دې جنایتکاري ډلي مشر دمخه هم د جنسي تیري او غلاوو په تور نیول سوی وو، چي بیا بیرته حکومت له بنده خوشي کړی وو.
مطبوعاتو ته د دې پېښي تر راوتلو وروسته ډېری خلګو له حکومت څخه وغوښتل چي د دې جنایت عاملینو ته باید سخته سزا ورکړل سي.