کور / تازه خبرونه / کندهار:د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره د اطلاعاتو او کلتور رياست په نوښت د پوهني مارش ترسره سو.

کندهار:د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره د اطلاعاتو او کلتور رياست په نوښت د پوهني مارش ترسره سو.

د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره د اطلاعاتو او کلتور رياست په نوښت د پوهني مارش ترسره سو.

په ياد مارش کي د اطلاعاتو کلتور د رئيس دواخان مينه پال تر څنګ يو شمېر مدني فعالانو او زده کوونکو ګډون کړى وو. د پوهني مارش نن تر غرمې مخکي له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه روان او په شهيدانو چوک کي تر څه وخت تم کېدو وروسته بېرته رياست ته راستون سو.

د مارش ګډونوالو بېلابېل شعارونه ورکړل: “پوهنه رڼا ده. اولادونه ښوونځيو ته ولېږئ. ماشوم پر مور او پلار د تعليم حق لري. په ماشومانو شاقه کارونه کول، له هغوى سره ظلم دى. د تعليم په مرسته افغانستان وژغورئ. که غواړئ د نړۍ سيالان سئ، په اولادونو تعليم وکړئ.”

په ورته وخت کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال د رسنيو له لاري پر خلکو ږغ وکړ چي د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره دي خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي. مينه پال وويل: “پرون رسماً نوى تعليمي کال پيل سو، موږ پر والدينو ږغ کوو چي اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او له دولت څخه غوښتنه کوو چي په ولسواليو او يو شمېر سيمو کي تړل سوي ښوونځي هم پرانيزي.” نوموړي داراز پر خلکو ږغ وکړ چي د ښوونځيو ساتنه وکړي او هيڅوک پرېنږدي چي ښوونځيو او زده کوونکو ته زيان واړوي. هغه زده کړه د هيواد د ترقۍ او پرمختګ يوازينى واسطه وبلله.

په ياد مارش کي يوه ملاامام هم وويل چي علم فرض دى او نوموړي له خپل ولس څخه غوښتنه وکړه چي پخپلو اولادونو زده کړه وکړي. هغه زياته کړه: “رسول الله صلي الله وسلم پر نر او ښځي علم فرض بللى دى، نو په کار ده چي موږ د رسول الله دا امر پر ځاى او عملي کړو.”

د يادوني وړ ده چي تېره ورځ د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا نوى تعليمي کال د ارغندؤ ولسوالۍ په بابا ولي صاحب ښوونځي کي رسماً پيل کړ