سویل:۴۶وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله
ملي اردو ځواکونو په جنوب کي ۴۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
په جنوب کي د ملي اردو ځواکونه وايي، چي په دريو ولايتونو کندهار، زابل او روزګان کي يې نژدې ۴۶ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د باور په نوم د مخالفينو د ځپلو لپاره ترسره سوي دي.
د ملي اردو ځواکونو په يوې خبرپاني کي ویلي، چي په دې عملياتو کي شاوخوا ۲۲ جنګيالي وژل سوي او ۲۴ نور ټپيان سوي دي.
سرچينه زياتوي، چي د يادو عملیاتو پر مهال يې پنځه وسله وال د روزګان د دهراود ولسوالۍ په دهزک او د چورې ولسوالۍ په مني غر سيمه کي وژلي او پنځه نور يې ژوبل کړي دي.
خبرپاڼه وايي، چي دوه وسله وال بيا د سراب ولسوالۍ په کيشي سيمه کي د ملي اردو پر سرتېرو د بريد وروسته وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
ملي اردو ځواکونه وايي، چي د باور د عملياتو په لړ کي يې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په معصوم، کوچي خېل او خشک ابه سيمه کي درې وسله وال وژلي او څلور نور يې زخميان کړي دي.
د جګړې وروسته د وسله والو مخالفينو يو پتنځای هم له منځه تللي او پر مهال یې يو د چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل، اته چاودېدونکي ډبې او يو د ګاز ډبه ترلاسه کړي دي.
سرچينه د زابل په ميزاني او دايچوپان ولسواليو کي د نهو وسله والو د وژلو او يولسو نورو د ټپي کېدو د ترځنګ د دريو مشکوکو مخالفينو د نيولو خبر هم ورکړی دی.
د تېرو ۲۴ ساعتو عملياتو پر مهال د کندهار د ميوند ولسوالۍ په بېبانک سیمه کي درې وسله وال وژل سوي او درې نور ټبيان سوی دی.
ملي اردو ځواکونو په خپلي خبرپاڼي کي د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو او د دريو نورو د ژوبل کېدو خبر هم تاييد کړی دی.
خو وسله والو مخالفينو بيا په تېرو ۲۴ ساعتونو کي امنيتي سرتېرو ته د زياتي مرګ ژوبلي ادعا کړې ده.
ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي وايي، چي ياد بريدونه او چاودني يې په يولسو ولسواليو او کندهار ښار کي کړي دي.