قوي احتمال سته، چي عبدالله خپل حکومت اعلان کړي

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 7th, 2014


د اصلاحاتو او همپالني ډلي په تازه راپورونو کي ويلي، چي عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ اختلافات ډېر سوي او ممکن ډاکټر عبدالله نن يکشنبه خپل حکومت اعلان کړي.

دغه ټیم وياند مجیپ الرحمان رحيمي ويلي، چي سيال ټيم يې یوازي ددې لپاره د خبرو وخت ورڅخه غوښتی وو، چي د ملي وحدت پر ګډ حکومت يوې پريکړي ته ورسيږي، خو خبرو کومه پايله نه ده ورکړې.

هغه زياته کړه، چي قوي احتمال سته، چي ډاکټر عبدالله نن ( یکشنبه ) خپل اخرنۍ پرېکړه وړاندي کړي او خپل حکومت اعلان کړي.

رحيمي وویل : ( د ملي حکومت پر تشکيل بحث پای ته ورسېد، موږ اخرني پرېکړه تر دې ورسېده، چي بايد نن خپل تصميم اعلان کړو، ډېر احتمال سته، چي عبدالله خپل برياليتوب اعلان کړي.)

خو تر دې وړاندي د تحول او تداوم ټيم ویلي وه، چي د موضوع اختلاف يوازي د اجراييوي بست پر صلاحيتونه وه.

ويل کيږي، چي د اصلاحاتو او همپالني ټيم غواړي، چي د کابينې مشرتوب اجراييوي صلاحيت کړي، خو د تحول او تداوم ټيم دغه غوښتنه د افغانستان د اساسي قانون خلاف بولي.

د تحول او تداوم د ټيم ټينګار اوس همدا دی، چي دوی به هيڅکله دداسي غوښتنو سره موافقه ونه کړي، چي د هيواد د اساسي قانون خلاف وي.

مجیب الرحمان رحيمي وايي، چي د تحول او تداوم ټيم د مذاکراتو پر سر هوکړه نه کوي.

هغه ټينګار کوي، چي ممکن ډاکټر عبدالله عبدالله د غرمي وروسته په يوه خبري کنفرانس کي د خپل حکومت اعلان وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024