کور / تازه خبرونه / تر ټولو لوی او لوړ ملي بیرغ د کابل پر اسمان ورپول سو

تر ټولو لوی او لوړ ملي بیرغ د کابل پر اسمان ورپول سو

د افغانستان تر ټولو لوی او اوچت ملي بیرغ نن مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت اولسمشر او د هند د بهرنیو چارو د وزیري له خوا د کابل ښار د وزیر اکبرخان د غونډی پر سر ورپول سو .
نوموړی بیرغ چي د دوست هیواد هند له خوا د 500 زرو ډالرو په لګښت په هند کي جوړ سوی ، 30 میتره اوږدوالی او 20 میتره بر لري .
د هند د بهرنیو چارو وزیري په دې مراسمو کي د وینا پر وخت د وزیر اکبرخان غونډی پر سر د یوه تفریحي پارک د جوړولو لپاره د یو میلیون نورو ډالرو د مرستي اعلان وکړ .
دا تور ، سور ، زرغون بیرغ د افغانستان په سطح تر ټولو لوی او لوړ بیرغ دی .