کور / تازه خبرونه / د بدلون او دوام ټیم سکوت مات کړ

د بدلون او دوام ټیم سکوت مات کړ

د بدلون او تداوم ټیم سرلاري او د افغانستان اولسمشری ته د ټاکنو مخکښ ، ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي نن د یوې غونډي په ترڅ کي هغو ټولو ګونګوسو ته جوابونه ورکړل کوم چي د اصلاحاتو او همپالني ټیم له خوا څخه هره ورځ د رسنیو له لاري اولس ته اوریدل کیږي .
ښاغلي اشرف غني د دی سره سره چي د ملي حکومت جوړیدلو ته ځان ژمن ګڼي خو وایی چي دا ټولي چاري باید د اساسي قانون په چوکاټ کي تر سره سي .
ښاغلي غني وویل چي مفام ته رسیدل حتا د یوه افغان انسان د وینی په تویدلو ڼه غواړي .
ښاغلي غني ډاډ ورکړ چي د نظم اخلالونکي،نظام او اولس ته زیان رسونکي نه پریږدي .
ښاغلي غني د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د خپلواک کمیسونونو څخه په ډیر درنښت هیله وکړه تر څو د ټاکنو پایلي ژر تر ژره اعلان او خلک له پریشانی څخه خلاص کړي .