کور / تازه خبرونه / پاکستاني ملېشه وو د کندهار او کوټي ترمنځ ۲۵۰ کیلومیتر خندق ایستلی.

پاکستاني ملېشه وو د کندهار او کوټي ترمنځ ۲۵۰ کیلومیتر خندق ایستلی.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستاني ملېشه وو ۲۵۰ کیلومیتره خندق ایستلی او غواړي چي تر ۷ سوه کیلو میتره پوري يې ورسوي دغه واټن له کندهار څخه پیل له زابل څخه تیریږي او تر پکتیکا ولایت پوري رسیږي .
خندق ۲ میتره ژور والی او ۲ نیم میتره بر لري .
پاکستاني نظامیانو ويلي چي له خندق ایستلو څخه يې عمده هدف د تجارتي مالونو د قاچاق مخ نیوی دی چي د دوی په وینا د پاکستان اقتصاد ته يې زیان رسولی .
دغه راز د وسله والو د تګ راتګ مخ نیوی يې خپل بل هدف ښودلی .
د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایاتو اپراتیفي مشر تورنجنرال عبدالرازق وايي چي دوی هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندق ایستلو کار له نږدې څاري .
دی زیاته وي چي د افغانستان ، پاکستان او ناټو ترمنځ د درې اړخېزي ناستې څخه وروسته هوکړه سوې چې پاکستان به د ډیورنډ کرښي د صفري نقطې څخه ۶ سوه میتره لرې خپلي خواته خندق باسي .
جنرال رازق په مجموعي ډول بیاهم له دې کار سره خپل مخالفت څرکنده کړ او زیاته يې کړه چي پاکستان غواړي پدې کار سره نړیوالو ته د ډیورنډ فرضي کرښه رسمي سرحد معرفي کړي .
دی زیاته وي چي د ( ۳ میتره خندق په ایستلو سره څوک نسي کولای چي دغه ستر اولس سره جلا کړي ) .
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه تقريبا٢٦۴٠ کلومیټره ده .