کور / سياسي / د کوچیانو او هزاره ګانو مسأله – محقق په کرزي تور ولګاوه!!

د کوچیانو او هزاره ګانو مسأله – محقق په کرزي تور ولګاوه!!

 


د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل د هزاره ګانو استازی حاجی محمد محقق وایي: چې په درندو او سپکو وسلو سمبالو کوچیانو د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ په دوهمه ناحیه کې د هزاره توکمو په شپږو کلیو بریدونه کړي، ځیني کلي یې سوځولي او لږ تر لږه لس تنه هزاره ګان یې هم وژلي دي.  دولتي چارواکو او ازادو سرچینو د وژلو او سوځولو خبرونه نه دي تایید کړیدي.  د کوچیانو او بهسودو ترمنځ دغه شخړه د ځینو بیروني سیاسی حلقو په اشاره داخلي نیمه سیاسي او نیمه نظامي حلقو نوره هم توده کړه.


داچې د اصلي پيښي د جزیاتو په اړه جناب محقق تحقیق کړیدی او که نه؟   دومره ویلی شو چې دا یوه حقوقي مسأله ده. د بهسودو خلک کولاي دا مسأله  محکمې ته یوسې او له قانونی لارې یی حل کړي.  محقق صیب د شیعه مذهب د تقیې د فورمول څخه په استفادې د حکومت ښکاره او د اپوزیسیون پټ غړی دی. غواړې دغه مسالې ته سیاسی رنګ ورکړي او هزاره ګانو ته داسې وښيي چې نوموړی د هزاره ګانو استازی او د حقونو مدافع دی، ترڅو وکولای شې په راتلوونکو ټاکنو کې د نورو هزاره مشرانو سره رقابت وکړي او د کریم خلیلي، آصف محسني، انورې او نورو هزاره مشرانو په پرتله ځان د هزاره وو لیډر او مشر معرفی او ثبت کړي. د کوچیانو او هزاره وو ترمنځ د ټولو لانجو په اړه محقق او ډلګۍ یی همیشه په داخلي او هم بهرنۍ کچه  کانفرانسونه، مظاهرې، مرکې، لیکنې او غونډې کړی دي.


په هغه غونډه کې چې په دشت برچې کې جوړه شویوه حاجی محمد محقق د بهسودو ځینو هزاره وو ته وینا کړیده چې دوحدت اسلامي د ګونډ د په پټه رسمې خپرونو او ظاهراٌ ازادو خپرونو یعني (افغانستان )او(اوټ-لوک افغانستان) ورځپاڼو تر ټولو مهم سرخط وو. دغه ورځپاڼې لیکي: (حاجی محمد محقق در دیدار با مهاجرین بهسود: شرمنده ایم که از حقوق شما دفاع نمی توانیم)، همدارنګه نوموړي اضافه کوي: (کوچی ها به تشویق یوناما به هزاره جات هجوم برده اند). 


د کوچیانو او هزراره ګانو دغو مسالو ته محقق په داسی وخت کې غبرګون ښيي او ورته لمن وهي چې په همدغو ورځو کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي کرزي په پاکستان کی د ترهګرو د ځایونو د له منځه وړلو ډېر جدي ګواښ کړېدي. پوښتنه داده: چې ولي محقق او دده ګوند په داسې یوه حساس تاریخې پړاو کې ددوه مهمو توکمنو ترمنځ جګړې ته لمن وهي؟  په دې وخت کې د محقق صیب لپاره کوم کار لومړيتوب لري، د افغانستان د ټول ولس دفاع او که یوازی دیوې کوچنې داخلي مسالې چې هغه هم یوه حقوقی مسأله ده؟ ولي محقق صیب په داسی حساس وخت کې د ولس پاملرنه د کوچیانو او بهسودو داخلي ستونزو ته را اړوي او د پاکستان د ترهګرو پر خلاف چوپه خوله پاته دی؟ 


محقق صیب په دې شرمنده دی چې د هزاره وو څخه دفاع نه شي کولی، خو په دې شرمنده نه دی چې د افغانستان ولس د ترهګرۍ په اور کې سوځې. په جنوب او جنوب غرب کې هره ورځ په زرهاوو ماشومان، کوچنیان، ښځې او سپین ږیري کابل او نورو سیمو ته له زابل، هلمند، کندهار، ارزګان او …. مهاجر کېږي، وژل کېږي او له کورونو په زوره شړل کېږي. ښوونځي یې سوځول کېږي، عالمان او استادان یی وژل کېږي. خو محقق په داسې حال کې چې په تېرو ټاکنو کې د ولسمشرۍ کاندید وو، ولی ددغو مهاجرینو، وژنو او شړلو په خلاف احتجاج نه کوي؟ په سلهاوو ډالره په دې مصرفوي چې له کابل څخه هزاره ګان بوزې او په میدان وردګو کې ورباندي مظاهره وکړي خو هیڅ هزاره دې ته نه هڅوي چې په زابل، کندهار، هلمند، پکتیکا، پکتیا، نیمروز، فراه، ارزګان او … کې د ټولو اړخونو لخوا په عام ولس د ظلمونو او جګړو پر خلاف هزاره وروڼه مظاهرې کولو ته  تشویق کړي.  


شاید هماغه بیرونې سیاسی حلقې دهمدې لپاره د( فردا راډیو او ټلویزیون) او همدارنګه د (افغانستان) او (اوټ-لوک افغانستان) خپرونې تمویلوي ترڅو د نظامي یرغل ترڅنګ د فرهنګې یرغل له لارې د ولس په منځ کې د مخلتفو قومونو ترمنځ بې باوري  رامنځ ته او ملي یووالي او د افغانستان امنیت ګډوډ وکړی.


د (افغانستان) او (اوټ-لوک افغانستان) ورځپاڼې  چې  د محقق صیب د ګوند د فرهنګي چارو مشر ډاکټر  حسین علي یاسا یې چلوي، د افغانستان ورځپاڼې پخواني  مشر لیاقت علي امیني چې له دغې ورځپاڼې څخه د احتجاج په توګه استعفی وکړه په یوه خبري کانفرانس کې وویل:  د افغانستان او اوټ-لوک افغانستان ورځپاڼې سمتي، حزبي او قومي مسایلو ته لمن وهي. ازادې ورځپاڼې نه دي) همدارنګه نوموړي وویل: (چې ډاکټر حسین علي یاسا په پاکستان کې پیدا شوی دی، دهماغه ځای تابعیت لري او ددغو ورځپانو مصارف د پاکستان استخباراتي شبکه آي، ایس، آی ورکوي).


د نوموړي دغو څرګندونو ته په کتلو سره د محقق او د هغه د دواړو نشراتي خپرونو دریځونه د لیاقت علي امیني ادعاوې نورې هم غښتلې کوي.  او دا پوښتنې را ولاړېږي چې په دغو داوړو ورځپاڼو کې د پاکستان پر خلاف د ولسمشر دریځ په ډېرو کوچنيو کالمونو کې چاپېږي، خو د کوچیانو او بهسودو مسأله چې یوه حقوقی مسأله ده د تر ټولو مهم (سرلیک) په توګه چاپېږي؟ همدارنګه د ولس هغه عکس العملونه او غبرګونونه چې د ولسمشر په تایید شوي، په ډېر کوچني لیک خپرېږي خو د کوچیانو او بهسودو مسأله تر ټولو مهمه او غټه خپرېږي او له هغې سره د پخواني آرشیف د کابل د جګړې ددوو ښځو تصویر خپروي.  همدارنګه ددغو دواړو ورځپاڼو سرلیکنې  او ځینې مقالې هم  دکوچیانو او بهسودو مسألې ته ځانګړې شوې دي. دا ټولې پېښې دا ثابتوي چې ځینې حلقې غواړي چې افغانان په نورو کورنیو ستونزو اخته کړي او د بهرنیو دښمنانو د مقابلې جوګه نه شي.


محقق وویل: (….از آقای رییس جمهور کرزی حتا سرک و شفاخانه نمی خواهیم چرا که این خواست ها فقط در زیر سایه ی دموکراسی و وحدت ملی تحقق پذیر است).  زما یقین دی چې ښاغلي کرزي تر هر قوم زیاتې شفاخاني، ښوونځې او سرکونه هزاره ګانو ته جوړ کړي دي. تر هر قوم زیات یی وزارتونه دولسمشرۍ ددوهم مرستیال په ګډون هزاره ګانو ته ورکړي دي.   که فرض کړو چې دا کار نه دی شوی، نو آیا یوازې ولسمشر ملامت دی، که د محقق هغه هزاره مشران چې دهمدغه حکومت مهم غړیدي؟ که هزاره ته خیر رسېږي، کریډټ یی خلیلي ، محقق ، هزاره وزیر او رییس اخلي او که څه نه ورکول کېږي، نو تور په کرزي لګول کېږي؟ ښايي ددې تر شا همدغه د تعصب او قومیت پرستۍ نیتونه وي چې غواړي یو پښتون ولسمشر د هزاره قوم پر وړاندې متهم کړي او ملي یوالي ته زیان ورسوي.


محقق زیاتوي چې (… این خواستها فقط در  زیر سایه دموکراسی ووحدت ملی تحقق پذیر است).  د نوموړي ددې خبرې څخه دا انګېرل کېږي چې دا اوسني حکومت ولسواک حکومت نه دی او په کې ملي وحدت نه شته. ښايي دنوموړي دغه وینا یو څه حقیقت هم ولري چې ډېری  ټوپکوالو د زور، زر او تزویر له لارې ولسې جرګې ته لاره موندلې!   همدغو قوماندانانو د ځینو ګاونډیو ملکونو په مرسته له پیسو، زور او نورو لارو  رایې لاسته راوړې دي، او د کرزي  حکومت ځکه تر ډېره حده ناکام هم دي چې همدې ټوپکوالو یی مخه نېولې ده. ریښتنې ډموکراسي او ملي وحدت به هغه وخت راشي چې ددغو ټوپکوالو لاس له دغه نظام څخه قطع شی.  ددوي په موجودیت کې لکه څنګه چې محقق وایی نه دموکراسي راتلای شي او نه ملي وحدت ټینګېدلی شي. البته یوه خبره د یادونې وړ ده چې محقق د یوې ډیموکراسۍ له برکته د ولسې جرګې غړی دی، خو دا څرګنده نه ده چې دي بله کومه ډیموکراسي یاددوي. 


ټول افغانان حق لري چې تر یو ولسواک نظام لاندې ژوند وکړي، خو متأسفانه څومره چې پښتانه، سره له دې چې ددې هېواد مطلق اکثریت دي، د کرزي په دوره کې ځپل شوي، ښايي په بله دوره کې نه وي ځپل شوي.  ډیری پښتانه وايي چې کاشکې زموږ مشر یو پښتون نه  وای، ځکه دغه ناکام حکومت چې د ناکامۍ اصلي غړي یې ټوپکوال او جنایتکاران دي، د پښتنو د دورې په نامه یادول کېږي.


د افغانستان ورځپاڼه همدارنګه زیاتوي:( آقای محقق قبلاً نیز دولت را متهم کرده بود که از کوچی ها حمایت می کند و حکومت را به سوی قومی شدن می کشاند.) عجیبه بې انصافي ده! له هزاره وو څخه حمایت کول (به سوي قومي شدن نیست) خو د یوه غریب، فقیر او د زیان ور اوښتونکي قشر څخه ملاتړ کول،( به سوي قومی شدن) دی.   که چېرې حکومت (بسوی قومی شدن) کشول کېږي، نو دا هماغه عناصر دي چې د ژبې او قوم پر بنسټ په حکومت کې ځای لري.  تل له ایران، پاکستان، تاجکستان او ….. څخه الهام اخلي. په همدغه ورځپاڼه کې د (متهم کرده بود) کلمه د تأمل وړ ده او داهغه کلمه ده چې په ريښتینې معني د افغانستان د ورځپاڼې د لیکونکي هغه لا شعوري غږ دي. چې دا څه چې د کوچیانو په اړه ویل کېږي دا د اقاي محقق تهمت او تور دي او واقعیت نلري.

تبصره نسته

  1. mju


    د ګرانو لوستونکو هيله کوو؛ چي د امتحاني تبصرې پر ځای راساَ خپل
    هغه وليکي !