کور / د ډيورنډ کرښه / زه به له دوی څخه ،پوښتم پښتونستان مو څه كړ ؟

زه به له دوی څخه ،پوښتم پښتونستان مو څه كړ ؟


په پاكستان كښي پرته پښتنه سيمه هروخت دبې تاجه پاچاهانو تر ولكه لاندي وي په ظاهره خو ده دې سيمي پاچا ناست ناست وي خو تاج ورسره نورو په سركړي وي په تېرو كلنو كښي هم دا سيمه دهم داسي بې تاجه پاچاهانو تر ولكه لاندي وه په ظاهره خو پاچا ناست وو خو تاج ورسره دامريكايي او پنجابي ايجنسيانودايجنټانوپه سروو ځكه خو دا بې تاجه پاچاهان ددې ملګرو په مرسته هر وخت په اقتدار كښي پاته سوي دي او په نتيجه كښي يي تېر وار څو داسي سوداګران په اقتدار راوستل چى نه يي يوازى دخپل سر سودا وكړه بلكې لر وبر ملت يي ټول په پردو باندى خرڅ كړ  دې سوداګرانوپه افغانستان باندى دامريكايي ځواكونوبريدپه افغانستان كښى دپښتنو قتل عام وبلل او ده هغوپه ضددمبارزې ږغ يي لوړ كړ چى په بدل كښى يي زان دپارليمان تر خوشبينو څوكيو ورسول … اوبل خوايي په زرګونو افغانان دطالبانو يا دالقائده په نوم په هم هغه امريكايي ځواكونو باندى وه پلورل چى وس هم دكيوبا ځيلونه ورباندى ډك دى .

      هم داسى داوار عوامى نيشنل ګوندپه وزيرستان ،سوات،پاره چناراو داسى نورو سيمو كښى امن راوستل او په دې سيمو كښى دزان مرګى بريدونومخه نيول ددې ګوند داسى اوچته نعره وه چى دوئ يي ده پارليمان تر هم هغو خوشبينو څوكيو ورسول چى تېر وار پكښى ملايان صاحبان ناست ول هغوهم په سيمه كښى دامن خبره كوله او دوئ هم هغه خبره كوى ……. اوداخبره عوامى نيشنل ګوند له تر چيلنج كمه هم نده ځكه چى دپښتنو وينه تويول خو حساب وركول هم غواړى او دا حساب اخستل ددې ګوند لپاره ډير غټ چيلنج ده او ددې چيلنج جواب به دده پارليمان وركوى چى هغه دپښتنو لپاره څه راوړى ؟صوبائي خودمختارى ،پښتونستان جوړيدل ،امن راوستل او كه خالى بس تر څوكيو رسيدل ؟

      اوس خوعوامى نيشنل ګوند په پښتونخوا ايالت كښى پارليمان ته هم ورسيدل په هم داسى وخت كښى ددې ګوند نعرې دلر وبر پښتنو لپاره يوه ډيره غټه پوښتنه جوړيږى چى دعدم تشدد فلسفه به په څه بدله ښى ؟دوئ به له دغو غم زپلو سيمو څخه دپنجاب تورمخى وباسى او كه نه؟دوئ به دلته امن راولى او كه به پكښى ناكامه ښى؟دوئ به دغو بې لارى فوځيانو له خپله لار ور وپيږنى او كه نه ؟دوئ به په دغو سيمو كښى زان مرګى بريدونه او مذهبى فرقه واريت ختم كړى او كه به تير پارليمان په شانى ورته دوام وبخښى ؟دوئ به له دغه تورقانونه څخه صوبائي اوقامى خودمختارى واخلى او كه به دپى سى او دججانو درګاته ورسى ؟اسفنديار ولى به دباچاخان او خان ولى خان غوندى شخصيت جور سى او كه به يوبې تاجه پاچا وى چى پاچاهى به خو به په ښكاره دده وى خو په پټه كښي به ورسره تاج دنورو په سر وى ؟

      كه چرته په قامى پارليمان كښى او دايوان صدر لخوا دپښتونستان آيالت خبره رد كړل ښى نو ددې ګوندمخته تګلاره به څه وى؟كه چرته دابې عمله فوځيان په دغو سيمو كښى منكر ښى نو بيابه دعدم تشدد فلسفه په څه بدليږى په امريكايي ډالرواو دافغانانو په پلورلو …..دپښتنوپه وينو …..اوكه به دپارليمان په ماتيدلواويا ماته خوړلو……اويابه يوار بيا دپښتونخو ا ملى عوامى ګوندسره په يو كيدو؟چى يوار له مخه هم اسفنديارولى خان محمود خان اڅكزى ته وئيلى وو ……..چىته زماورورېي اوراښه ده پښتنوصباوون ته ويره پيدا ښوې ده ددې كار لپاره ته زما لاس ټينګ كړه خو هغه خوږه ورورګلوى وس دپارليمان په څو خوشبينو څوكيو اوپه بائيكاټ كښى تښ لاس پاتكېدوسره پائي ته ورسيده اونن هغه دواړه وروڼه په خپل منځ كښى په ضددى كه څه هم محمودخان اڅكزىاو پښتونخوا ملى عوامى ګوندددې پارليمان مخالفت ونه كړ خو بيا هم دادواړه مښران وس دعامو پښتنو په نظر كښى برخلافه اويووبل ته په ضدكښى ښكاريږى او دواړه مښران په دوو لارو باندى روان دىچى نتيجه يي دپښتنو صباوون ويره هم بلل كيږى

      نو په داسىكښى پښتنو له څه پكار دى له پارليمانى څوكئ سره مينه كول كه نفرت او كه يو كيده ؟كه چيرى په داسى حالا تو كښى دادواړه مښران يو نښى نو بيا دا ويره هم ښته چى په جوړيدونكى پښتونستان به هم ددې دواړو مښرانو اتفاق رانښى يوه لويه پوښتنه داهم راځى چى په پښتونستان كښى به كمى سيمى ګډون لرى ؟دا پښتونستان به له بولانه بيا تر چتراله يو وى او كه به خالى دصوبه سرحد نوم په پښتونخوا باندى بدل ښى ؟كه چيرى هم داسى وسى نودابه پښتانه هيڅكله هم ونه منى ځكه چى كه داسى وسوو نونه به يوازى پښتانه په بر خو وه وېشل ښى بلكې له سرحد نه دباندى ميشت پښتانه به دټو ل عمر لپاره ده بالادسته قامونوغلامى ته به غاړه ږدى وطن به يي خپل وىخوواك به ده نورو وى ونه به يي خپله وى خو ميوه به يي نور خورى څراغ به يي خپل وى خو رڼا به نورو له وركوى ځكه خو نن هر پښتون دا خبره كوى

داچي په خوله كښي يې نارې دپښتنو دي هميش
زه به له دوی څخه ،پوښتم پښتونستان مو څه كړ ؟

تبصره نسته

  1. راواخلئ بیا د انقلاب سره نشانونه
    پښتنو زلمو
    دا خاوره انقلاب غواړي د آزادۍ انقلاب

  2. دا پښتونستان زموږ
    دا
    پښتونستان زموږ

    وو، دئ او يي به !!!

  3. MALK ME KHPAL; WAK MI DA BAL. Kalah chi da Karzi Sahab khaburoo ta zir sam, no da Shah Shujah pa haklah Tarikh ra pa yaad si, chi lasoonah aw pshe ye tareli di aw da hits was na lari.Aye jar di sam Akbar Khana(merani di chi yadiji(Karzi pa 15.06.08 da Dewrand da narawa krshi pa hakla khpal dariz tsargand kar, chi da dewrand karsha na mani.Kho pa amal ki winoo chi Panjabianoo pa amrikayanoo Bar pashtoon olas bambar kar aw khpala yee pa lara pashtoonkhwa ki natar jor kari dai aw hara wraz pa waziristan ki pa salhawoo shadzi, njuni,spinjiri aw mashooman da panjabianoo da lasa bambar kiji aw bewasa, be qudrata Karzai da gulkhanee da manai tsakha wurta Gori.Karzaiyee, dassi na chi Punjaab khpal Sarhad tar kabula rawarasawi, aw ta wawayee chi BIRADERE MOSOLMANE MAA PAKISTAN, AW Pa ARG ki Da Pakistan Milli Tarana Wurta Zmzama Kawyee, Laka da Zardari pa Kabul ta ratag chi di wakra. Wasalaam

  4. Khoshal Baba wayeli: Sad afsos dai pashtana itifaq na ka– ka na ma ba da Moghul grewan para ka. Loye khodaya nun hum hagha halat dai, kho GHALIM Moghul na balki Punjabai dai.Sad afsos dai, Asfandyar aw mahmood khan Itifaq na ka– ka na doi ba da punjab grewan para ka. Wasalaam

  5. Deera Deera Manana orono staso da tabsiro na

    chi taso pa pa de likana bandi domra khukoli tabsire wakrhai

    hila laram chi taso ba zma nori likani ham khwashi krhai

    kho za yawari bia ham wayam

    داچي په خوله كښي يې نارې دپښتنو دي هميش
    زه به له دوی څخه ،پوښتم پښتونستان مو څه كړ ؟

    staso oror Din Muhammad Watanpaal
    Quetta

  6. وطنپال صاحب سلامونه
    پوښتنی خو د هر چا سره ښه فریمانه شته دی خو آیا هغه شخص آیا هغه پښتون آیا هغه په قام مین هغه به چی په یوه چیغه یی ټول جهان لړزاو،هغه چی خپل د نیکونو د سر د شملی د عزت ساتلو لپره د ُفرنګیانو د سرونو مناری جوړول ،هغه به چی د خویندو دعزت ساتلو لپاره سرونه بایلل ،هغه چی د یو لویشت ځمکی د نیولو او ساتلو لپاره شهیدانیدل ،اوس به هغه خلک پیدا کړی؟ سوالونه هر چا سره شته خو ځواب والا به د کومه کړو،د کومه ځایه هغه پښتون پیدا کړو چی د پښتنو درد ته دوا شی ،هغه وګوری چی په پښتنو کوم ظلم چی نه کیږی ،آخر دا پښتانه کله بیداریږی کله به دا لر او بر په رښتیا سره له سیاستونو وځی او خپل ورک نام او نښان مومی کله به دوی په یوبل اعتماد پیدا کوی ماته د مرحوم داکتر نجیب الله هغه لنډي په یاد شو چی هغه په یو لیک کی نورالبشر نوید صاحب ته لیکلی وو چی
    په لاره ځم ټوله شړنګیږم
    ستا د تهمت ځنخیر په غاړه ګرځومه