کندهار:د ۱۶ملکي وګړو د وژني ادعا سوې
په خاکريز او شاوليکوټ ولسواليو کي د ۱۶ ملکيانو د وژني ادعا سوې
امنيتي سرچينې او عيني شاهدان وايي، چي د کندهار په دوو ګاونډو ولسواليو خاکرېز او شاوليکوټ کي د بهرنيو ځواکو او افغان ځانګړو ځواکونو به عملیاتو کي ۱۶ ملکي وګړي وژل سوي.
خو دولتي چارواکي وايي، چي په يادو ولسواليو کي يې ۲۵ تنه وژلي، چي ټول وسله وال مخالفین دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چي افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو لومړی د خاکريز ولسوالۍ په چنار سیمه کي عمليات کړي، چي هلته يې شپږ وسله وال په داسی مهال وژلي، چي په يوه کور کي پټ وه.
هغه زياته کړه، چي په همدې شپه د خاکريز په زمولانو سيمه کي هم عمليات ترسره سول، چي پر مهال يې پنځه نور وسله وال مخالفين وژل سوي دي.
خو په سیمه کي یوې امنيتې سرچينې دوه وژل سوي ملکي وګړي او نهه تنه یې وسله وال مخالفين ياد کړل.
سرچينې زياته کړه، چي وسله وال مخالفین هغه مهال د بهرنيو ځواکونو تر عملياتو لاندي راغلل، چي د ګل اکا په نوم د يوه سپين ږيري په کور کي مېلمانه وه.
دغې سرچينې، چي له نوم اخیستلو يې ډډه کول، چي د عملياتو پر مهال ګل اکا او د هغه د لور په ګډون نهه وسله وال وژل سوي دي.
خو د خاکريز ولسوال حاجي فضل محمد غریب شاه په دې اړه ناخبري وښوده.
وسله والو مخالفينو هم ادعا کړې ده، چي د بهرنيو ځواکونو په عملیاتو کي وژل سوي کسان عام وګړي دي.
ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چي سیمي ته ایساف ځواکونو په چورلکو کي راغلي او پنځه ملکي وګړي، چي ښځي او ماشومان پکښي شامل دي وژلي.
ددې ترڅنګ د شاولیکوټ ولسوالۍ په خاک شرين او سیاه بند سيمه کي هم ۱۴ تنه وژل سوی، چي دولت يې مخالفين، خو د سيمي اوسېدونکي يې ملکي وګړي یادوي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايی، چي وژل سوي کسان وسله وال دي او ایساف ځواکونو په هوايي بريد کي هغه مهال ووژل سول، چي په دريو موټرونو کي روان وه.
خو د سيمي اوسېدونکو د ټلیفون پر ليکه ویلي، چي وژل سوي کسان د انځرو سوداګر دي، چي کندهار ښار ته يې په دریو بایفور موټرونو کي انځر انتقالول.
وسله والو مخالفينو هم په ياده پېښه کي وژل سوي کسان ملکي وګړي ياد کړي دي.
ددې ډلي وياند قاري یوسف احمدي ويلي، چي د شاولیکوټ په پېښه کي د انځرو درې بایفور موټرونه ويجاړ سوي او شپږ سوداګر يې وژل سوي دي.