د ډیورنډ کرښي ته څېرمه خندق او د جنرال رازق څرګندوني
په دې وروستیو کي د رسنیو د لاري داسي رپوټونه خپاره سوه،چي ګواګی د ډیورنډ کرښي ته څېره لوی خندق جوړ سوي
په دې اړه د خلګو اندیښنې زیاتي او په دې برخه کي له افغان حکومت څخه معلومات غواړي
ویل کیږي،چي دا خندق تر زابل ولایت پوري د افغان حکومت او ناټو ځواکونو په تفاهم د پاکستاني پوځیانو لخوا کښل سوي،چي د ډیورنډ کرښی په معني به وي
خو د کندهار د دریم سرحدی پولیسو درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان پاسوال عبدالرازق د تلوکان خبري پاڼي سره په یوه ځانګړې مرکه کي دا څرګندوني په کلکه ردوي
هغه وايې خندق کښل سوی خو د ډېورنډ کرښي د صفري نقطې څخه شپږسوه متره لېري دئ،چي د ډیورنډ کرښی په معني نه بلکي پاکستاني چارواکي د نړیوالو د تېر ایستلو لپاره دا کار کړي
د ده په خبره پاکستان غواړي په دې سره وښیي ،چي د تروریستانو په وړاندي مبارزه کوي،او له نړیوالو پیسې تر لاسه کړي
ښاغلي عبدالرازق دا خبره هم په كلكه رد كړه چي دى په ژېړې ولسوالۍ كې دخپلو وروستيو څرګندونو له امله چې د دولت دوسله والو مخالفينو دوژلو په اړه يې كړې وې د لوړ پوړو دولتي چارواكو تر سخت فشار لاندې راغلى وو او استعفا ته اړ اېستل سوى وو . نوموړى وايي دى اوس هم په خپله خبره ولاړ دى .
ديادونې وړ ده چې په تېرو نږدې وختونو كې د پاكستان حكومت لخوا دهغه خندق د كيندلو له امله چې د ډيورند كرښې په صفري نقطه كې اېستل سوى وو څو څو ځله د پاكستا ن او افغانستا ن دپوله ساتو ځواكونو تر مينځ درنې جگړې رامنځ ته سوې
خواوس ددواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواكو په تفاهم دا خندق له صفري نقطې څخه شپږ سوه متره اخوا اېستل سوى .