کور / کتاب / طالبانو د خپلو قاضيانو لپاره اصولنامې خپرې کړې

طالبانو د خپلو قاضيانو لپاره اصولنامې خپرې کړې

کابل:
طالبانو د هغوی له خوا په افغانستان کې د ټاکل شويو قاضيانو او د محاکمو د مسئولينو لپاره د عدلي، اداري او حقوقي چارو اصولنامې جوړې او ويشلي دي، او ويلي يې دي چې د هيواد ټول عدلي محاکم د دې اصولنامو په عملي کولو مکلف دي.
د دې اصولنامو په اړه طالبانو په يوه خبر پاڼه کې وويل چې د راتلونکي هجري قمري کال (۱۳۳۶) څخه نافذ العمل دي.
طالبان وايي چې د دې اصولنامو د تشريح او پرې د پوهيدلو لپاره د طالبانو عدلي او قضايي مسئولينو ته يو درې ورځنی سيمنار هم جوړ کړای شوی و، خو د سيمينار د جوړېدو ځای يې نه دی په ډاګه کړی.
دغه اصولنامې په کتابي شکل چاپ او جوړې شوی دی، چې يوه نسخه يې افغان اسلامي اژانس هم تر لاسه کړې ده، د پښتۍ په سر يې د طالبانو د رسمي بيرغ لاندې، نوم په دې ډول ليکل شوی:

(د افغانستان اسلامي امارت
د عدلي محکمو اداري او حقوقي
اجراآتو
اصولنامې
پښتو او فارسي
د طبع نېټه: (۱۴۳۵) هق کال. د شعبان مياشت
د تميز عالي رياست)

د طالبانو د نورو ډېرې نشرياتو په څير دغه کتاب هم د طالبانو د فرهنګي کميسيون د تاليف او ترجمې د څانګې لخوا چاپ شوی دی.
له فهرست وروسته يې مقدمه ده، چې پکې د دې اصولنامې د ترتيب جريان روښانه کړای شوی، او ويل شوي، چې دغه اصولنامې ډير پخوا د افغانستان د سترې محکمې د مسلکي عالمانو لخوا ترتيب شوې وې، او بايد د (۱۳۳۶هق) کال له پيله د تنفيذ وړ وې، خو د نامساعدو حالاتو له امله وځنډېدې او تر بيا بيا کتنې او تصحيح وروسته اوس په چاپي بڼه چاپ او قاضيانو ته وسپارل شوې.
د طالبانو د وينا تر مخې دغه اصولنامه د طالبانو د محاکمو مسئولينو قاضيانو، مفتيانو، علماوو او د ابتدائيه، مرافعې او تميز محاکمو منسوبينو کتلي، بحثونه يې پرې کړي، اصلاحات يې پکې راوستي، او په پای کې د (اسلامي امارت) مرکزي دار الافتاء هم له نظر تېرې او تائيد کړي دي.
دغه اصولنامې په يو کتاب او يو مجلد پوښ کې، په دوه برخو کې چاپ شوي، چې لومړی يې (د عدلي محکمو اداري اصولنامه) له درېيم مخ وروسته په يو سل او درې (103) مخونو، دولسو (12) عنوانونو، شپږو (6) فصلونو دوه سوه او اته اويا (278) مادو، دېرش (30) تبصرو، او درې (3) ضميمو رانغښتې ده.
دوهمه برخه يې (د عدلي حقوقي اجراآتو اصولنامه) ده چې د فهرست سره په نهه اتيا (89) مخونو، دولسو (12) عنوانونو، دوه سوه او شپېته (260) مادو، او دوه څلويښتو (42) تبصرو کې ترتيب شوی ده.
دغه کتاب تر ډېره حده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليې د وزارت لخوا د خپريدونکې رسمي جرېدې په توګه ډيزاين شوې، د پښتۍ رنګ يې سپين او ليکل پرې تور دي.
دا اصولنامې د حنفي فقهې سره سمې ترتيب شوي، او په اوږدو کې يې د اسلامي فقهې په لاندې کتابونو حوالې ورکول شوي دي، چې تر ټولو زياته تکيه په (المجلة الاحکام العدلية) شوې، نورې حوالې په:
(بدايع الصنايع، درر الحکام، تحفة القضات و المفتين،الفقه الاسلامي، الاشباه و النظائر، غمز عيون البصائر،شرح الاتاسي،الفتاوی الکاملية، معين القضاة و المفتيين، جامع الفصولين، رد المختار،معين الحکام، خلاصة الفتاوی، الفتاوی الهندية، الموسوعة الفقهية الکويتية، الفتاوی القاضي خان، الاختيار لتعليل المختار، تکملة رد المختار، تاتارخانية، تنقيح الحامدية، الهداية، اللباب شرح الکتاب، جوهرة النيرة، جواهر الروايات، البزازية علی الهندية، البحر، بحر الرائق، مجمع الانهر، او رهنمای وثائق) ورکول شوي دي.
د طالبانو لخوا خپلو قاضيانو او د محاکمو رئيسانو ته وېشل شوې نوې اصولنامه په ښه ډيزاين او ښه کاغذ چاپ شوې، ليکل يې روښانه، غټ غټ او روان دي، خو تر څنګ يې ځينې نيمګړتياوې هم لري.
لومړی دا چې په پښتۍ يې د (پښتو) تر څنګ (فارسي) ليکل شوی، حال دا چې له پښتو پرته د افغانستان دوهمه رسمي ژبه (دري) بولي، نه فارسي، دغه راز د مقدمې ليکونکی يې نه دی معلوم، په شپږم مخ يې د مشرتابه فرمان نشر شوی خو نه ده روښانه چې دغه فرمان د چا دی، په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپريدونکې رسمي جريده کې به فرمان په دې الفاظو چې (د افغانستان د اسلامي امارت د مقام فرمان) او د فرمان په پای کې په دې الفاظو چې (د اسلام خادم امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد) ليکل کېدل.
همدا راز د کتاب په مقدمه کې راغلي چې د محاکمو رئيسانو، قاضيانو، دار الافتاء، جيدو علماوو، تميز رياست، تميز عالي مقام، متخصصينو، مسلکي څيړونکو او نور ډول ډول رتبودرلودونکو او مسئولينو کتلی، خو په يو ځای کې يې هم د چا نوم نه دی ليکل شوی، د طالبانو د نظامي مسئولينو مرکې کله کله د طالبانو په خپرونو کې نشريږي، خو د عدلي او قضايي مسئولينو هويت بالکل مجهول دی.
د ليکلو ژبه يې که څه هم روانه ده، خو عام فهمه نه ده، تر ډېره بريده پکې عربي او دري کلمې او مصطلحات، چې فقهي دي کارول شوي دي، چې هر لوستونکی پرې نه شي پوهېدای.
په دې کتاب کې د افغانستان د اوسنۍ ادارې د عدلي او قضايي اورګانونو او قوانينو رد يا تائيد ته هيڅ اشاره نه ده شوې.
بايد وويل شي چې د نوي حکومت د راتګ سره سره طالبان د هيواد په ډيرو سيمو کې شخړې حل کوي، او حتی مجرمانو ته د اسلامي شريعت سره سم سزاوې ورکوي، لکه له غله څخه لاس غوڅول، قاتل وژل، او شرابخور په دورو وهل، چې په همدې موخه يې د عدلي او قضايي چارو د جريان اصول وضع او خپل قاضيان يې پرې مکلف کړي دي.
د يادولو وړ ده چې طالبانو د دوه زره او نهم ميلادي کال په نيمايي د مۍ په مياشت کې په ديارلس برخو او اوه شپېته مادو کې د (د مجاهدينو لپاره لايحه) هم خپره کړې وه او خپلو جنګياليو ته يې يو لړ لارښوونې کړې وې، چې په کلکه يې د تنفيذ دعوه کوي.
پای
…………………………

Taliban issue legal guidelines for judicial officials

KABUL (AIP): The Islamic Emirate—shadow government of Afghan Taliban—has issued a book setting legal procedure or regulations for the Taliban judges, courts and other judicial officials.

The book, “Legal and administrative procedure for the Islamic Emirate of Afghanistan’s judicial departments” was distributed during a seminar of Taliban judicial officials held recently at an undisclosed location.

The Afghan Islamic Press (AIP) obtained a copy of the Pashto/Dari bilingual book with each section consisting of 103 and 79 pages and 278 and 260 articles respectively.

The Pashto and Dari are the two major languages spoken in Afghanistan.

The black and white layout of the book is matching the design of a legal journal used to be published by the justice ministry during the Taliban rule in Afghanistan.

The book published and released by the Taliban culture commission is based on the principles of Feqah-e-Hanfi and carries references from different famous books of Feqah including “al-Mujalatul Ahkamul Adlia”.

In a statement available with Afghan Islamic Press (AIP), the Taliban said the set of their legal procedure or guidelines had been prepared since long but was delayed due to unfavourable condition.

The Taliban said the book distributed among the Taliban judges and judicial personnel was reviewed repeatedly by their judges, officials of judicial department, muftis and ulema and would be implemented from 1336 HQ—the next year of the Islamic calendar.

The book also carries the statement of Islamic Emirate’s leadership. However, the message has not been attributed to Taliban supreme leader Mullah Muhammad Omar Mujahid or any other Taliban leader.

The Afghan Taliban still run shadow courts in different regions of Afghanistan and resolve disputes among the people according to Shariat laws

The Taliban had also issued a book of guidelines for their fighters in May 2009 and had ordered them to strictly follow the guidelines. Ends

www.afghanislamicpress.com