کور / تازه خبرونه / د سوېلي زون د سره صليب نوي مشر له کندهار والي سره وليدل

د سوېلي زون د سره صليب نوي مشر له کندهار والي سره وليدل

د افغانستان د سوېلي زون د نړيوالي روغتيايي ادارې نوي ګومارل سوي مشر له کندهار والي سره وليدل.

دا ليدنه نن تر غرمې مخکي په کندهار ولايت مقام کي وسوه. په ليدنه کي د سره صليب د نشراتو او بهرنيو اړيکو مسوول حاجي عبدالکبير هم ګډون درلود. د سوېلي حوزې د سره صليب مشر کارلوس مورازاني د ليدني پر مهال کندهار والي ته ځان معرفي کړ او د خپلو پلانونو په اړه يې بشپړ معلومات ورکړل او داراز يې د هغو صحي خدماتو په اړه هم مالومات ورکړل چي اوسمهال دوام لري. نوموړي وويل چي په نژدې راتلونکي کي به په ميرويس حوزي روغتون کي د کالو مينځلو يا لانډرۍ يوه څانګه پرانيزي. د هغه په خبره، په دې څانګه کي به د ميرويس روغتون د ټولو ناروغانو لباسونه مينځل او اوتو کيږي.

ښاغلي مورازاني داراز زياته کړه چي په ياد روغتون کي به ډېر ژر د کوچنيانو د تداوۍ يوه نوې څانګه پرانيزي. نوموړي داراز يادونه وکړه چي دوى به تر خپله وسه د کندهار له ډاکټرانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي او د هغوى په روزنه کي به خپل وس نه درېغوي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا نوموړي ته ښه راغلاست ووايه او په ټولو کارونو کي يې د موافقيت هيله وښوده. ښاغلي ويسا د سره صليب له مسوول څخه غوښتنه وکړه چي د کندهار د شخصي کلينيکونو معيار ته دي خاصه پاملرنه وکړي، تر څو د دولتي روغتونو تر څنګ شخصي کلينيکونه هم په ښه ډول فعاليت وکړي. کندهار والي داراز د نړيوال روغتيايي پروګرام له مسوولينو څخه مننه وکړه چي په کندهار کي په چټکۍ فعاليتونه دوام لري او هر وخت له عامي روغتيا رياست سره همکار پاته سوي دي.