کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د سولي نړيواله ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د سولي نړيواله ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د سولي نړيواله ورځ د سلګونو مېرمنو او نارينه وو په ګډون په شاندارو مراسمو ولمانځل سوه.

ياد مراسم نن تر غرمې وروسته د کندهار د عصري زده کړو په انسټيټيوټ کي د کندهار د سولي شورا او د دې انسټيټيوټ په همکارۍ ولمانځل سوه. په مراسمو کي د سولي شورا رئيس عطاء محمد احمدي او احسان الله احسان تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د ښځو چارو رئيسې روقيې اڅکزۍ، د ولايتي شورا وکيل اغالالي دستګيري، ګڼ شمېر مېرمنو او ځوانانو ګډون کړى وو.

د سولي شورا رئيس عطاء محمد احمدي غونډي ته د وينا پر مهال وويل د سولي نړيواله ورځ په ټوله نړۍ کي په خاصو مراسمو لمانځل کيږي. د دې لمانځني هدف دا دى چي سوله غوښتونکي ملتونه او هېوادونه خپل پيغام تر نورو ورسوي. هغه زياته کړه، سوله يو الهي امر دى چي موږ ټول مسلمانان يې په منلو مکلف يو. د هغه په خبره، که سوله نه وي، هيواد او ملت مو هيڅ ډول پرمختګ نه سي کولاى. نوموړي داراز پر وسله والو مخالفينو ږغ وکړ چي د سولي له پروسې سره يو ځاى سي او نور له جنګ جګړو څخه لاس واخلي. د ده په خبره: “موږ داراز پر خويندو ږغ کوو چي خپل نارينه له جګړو راوګرځوي او مېرمني کولاى سي چي د سولي په تامين کي رغنده رول ولوبوي.”

د کندهار د عصري زده کړو انسټيټيوټ مشر احسان الله احسان د سولي د نړيوالي ورځې لمانځنه يو ښه فرصت وباله او زياته يې کړه چي افغانان بايد له فرصتونو او مواقعو څخه استفاده وکړي. احسان د سولي د تامين يوازينۍ وسيله تعليم وباله او ويې ويل چي په اسلام کي پر نر او ښځي تعليم فرض دى. هغه وويل که افغانان نور هم له زده کړو ليري پاته سي، نو تل تر تله به په تيارو کي پاته وي.

د ښاغلي احسان په خبره: “جګړه تباهي ده، تخريب دى او ورانى دى. موږ ټول مسووليت لرو چي د جګړې په له منځه وړلو کي برخه واخلو او د سولي د تحقق لپاره مبارزه وکړو. زموږ د نن ورځي راټولېدل هم په دې مانا دي چي موږ نوري نړۍ ته دا پيغام ورسوو چي افغانان سوله غواړي او له جګړې ستړي سوي دي.”

د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل چي د سولي په تامينېدو کي هر افغان مسووليت لري. ښاغلي مينه پال اسلام يو سوله ييز دين وباله او زياته يې کړه چي الله تعالى ټول مسلمانان وروڼه بللي دي. د ده په خبره: “الله ټول مسلمانان وروڼه بللي دي. وروڼه هيڅکله يو-بل نه سره وژني. موږ ته په کار ده چي د يو-بل لاسنيوى وکړو او له شخړو لاس واخلو