دپېښور صدرته څيرمه بريد شوى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | سپتمبر 23rd, 2014


پېښور:دپېښور صدرته څيرمه پرمال سرک د امنيتي ځواکونوپرموټرځانمرگى بريد شوى چې له امله يې ٣امنيتي سرتيري وژل شوي او١٣کسان ټپيان دي چې په کې د٣ حالت داندېښنې وړښودل شوى دى د پولیسو مشر اعجاز خان په وینا، د بريد موخه د فرنټیر کور بریدمن خالد جاوید موټر و چې د چاودنې پر وخت له دې سیمې تیریده.اعجاز خان له له بريده وروسته يوې خبري غونډې ته ووايل ، دبريد چاودنه په یو موټر کې وشوه چې پوځې قافلې ته ډیر لنډ و. پولیسوپرخبره ، له بريده خالد جاوید ژوندی وتلی خو د ایف سي یو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024