کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۳۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۳۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپيان دي او ۴ نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، کاپيسا، لغمان، بلخ ، زابل او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.