کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس کرزی: د افغانستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې ده

جمهور رئيس کرزی: د افغانستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې ده

جمهوررئيس حامد كرزى وايي، د افغانستان سوله په پاكستان او امريكا پورې تړلې ده او كه دا دواړه هېوادونه وغواړي، په افغانستان كې سوله راتللى شي.

نوموړي دا څرګندونې نن د خپل حکومت له مامورينو سره په ارګ کې د مخه ښې په غونډه كې وكړې، چې اوس هم دوام لري.

هغه زياته كړه، په افغانستان كې جنګ د افغانانو نه، بلكې د پرديو جنګ دى او موږ په كې قربانيان يو.

جمهوررئيس كرزي وويل، سوله تر هغې نه راځي، چې پاكستان او امريكا يې ونه وغواړي.

جمهوررئيس كرزي وويل، چې افغانستان په تېرو ۱۳ كلونو كې په بېلابېلو برخو كې ډېر پرمختګونه كړي دي.

هغه له ټولو هغو هېوادونو، چې له افغانستان سره يې بې مطلبه مرسته كړې مننه وكړه.

ټاكل شوې، چې نوی جمهوررئيس راتلونكې دوشنبې د تلې د مياشتې په اوومه نېټه د لوړې مراسم ترسره کړي