له ولسمشره د سویلي ولایتونو دخلګو غوښتني
د جنوبي ولایتونو اوسیدونکی وايې نوی ولسمشر دي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له دوی سره کړي ژمني عملي کړي
د دغه اوسیدونکو په خبره،چي جنوبي ولایتونه جنګ ځپلي دي او په تېرو دیارلسو کلونو کي په هغه ډول کار نه دي ورته سوي، کوم ،چي باید ورته سوی وی
دوي وايې د بیارغوني او بریښنا ترڅنګ روغتيایی ښوونیزو،کرهڼیزو او دې ته ورته نورو برخو کي د پام وړ کارونو ته اړتیا لیدل کيږي،چي تر دې دمه نه دي سوي
دټاکنو د اوږدې او جنجالي پروسی نه ورسته په خلکو کی نوي هیلي او اومیدونه را پیدا سوي او دهیواد اکثره اوسیدونکی ددواړو مشرانو څخه بیلابیلی غوښتني لري ، ځیني خلک دسیمي دبیا رغونی روغیتیا او بریښنا دجوړولو غوښتني کوي او ځيني بیا دسیاسی ثبات لپاره ددواړو مشرانو هڅي مهمي بولي
د کندهار،هلمند،زابل او اروزګان ولایتونو اوسیدونکي له نوي ولسمشر څخه غوښتنه کوي،چي د دوي لپاره دي د بیارغوني او پرمختیایی کارونو تر څنګ د سولي او امنیت راوستلو دپاره د پام وړ کارونه ترسره کړي.او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال کړي ژمني دي عملي کړي
د افغانستان نوي ټاکل سوي ولسمشر ډاکتراشرف غني احمدزي او د اجراوي پوسټ احتمالي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په کندهار کي د ټاکنیز کمپیان پر مهاله د جنوبي ولایتونو له اوسیدونکو سره ژمني کړي وې،چي په هر اړخیزه برخه کي به له خلګو سره مرستي کوي.
دا ،چي دغه دواړه مشران به د افغانانو سره کړي ژمني څومره عملي کړي، او پر خپلو کړو ژمنو به تر کومه وفا وکړي؟ راتلوونکي وخت به يې ځواب کړي.