پتیال:کندهار په تېرو څو کلونو کي

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 28th, 2014


کندهار له تېرو څو کلونو را په دېخوا په امنیتي او اقتصادي برخه کي د پام وړ پرمختګ کړي، او ښه حکومتداري تر لیرو پرتو ولسواليو پوري هم غڅېدلې ده
د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالقدیم پتیال د یکشنبې په ورځ په ارغنداو ولسوالۍ کي د پوهني د امریت لپاره د نوي دوه پوړیزي وداني د پرانیستلو په مراسیمو کي وویل،چي په دې ولایت کي د امنیت د تامین سره په هره برخه کي د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته سوي
د ده په وینا ،چي د بیارغوني او پرمختیایی کارونو تر څنګ ښوونځي او او روغتيایی مرکزونه پرانیستل سي او خلګو ته کاري فرصتونه برابر سوي دی
ښاغلي پتیال وایې ،چي د دې کارونو په لړ کي په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د پوهني د بهیر د پیاوړتیا په موخه د پوهني د امریت لپاره دوه پوړیزه وداني جوړه کړې او پرانیستل.
د کندهار د پوهني رئیس انجینر عبدالقادر پیوستون وايې د ارغنداؤ ولسوالي د پوهني د امریت لپاره يې نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړې
هغه وايې دا ودانۍ يې د نړیوال بانک په مالي لګښت په څلورمیلیونه افغانیو جوړه کړې ده.چي په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د پوهني د بهیر د پیاوړتیا په برخه کي یو بل مثبت ګام دئ
ښاغلي پیوستون وايې هڅه کوي،چي په ټولو ولسواليو کي د پوهني د امریتونو او ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړي کړي او ټولي تړلي ښوونځۍ د زده کوونکو پر مخ پرانیزي
باید وویل سي،چي کندهار په خپل تشکیل کي شاوخوا ۴۵۰ ښوونځۍ لري،چي تر دې دمه يې ۲۹۴ فعاله دي
خو ارغنداؤ ولسوالي بیا په خپل تشکیل کي ټولي ۲۴ ښوونځي او دوې دیني مدرسې لري،چی دوې يې اوس هم غیري فعاله دي.

Copyright Larawbar 2007-2024