په پېښورکې چاودنه اوبريد شوى
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: دپېښور دکوهاټ پرسرک دسکيم واټ ته څيرمه دبازيد خيلو پرتم ځاى پريوفلاينکوچ کې چاودنه شوي چې له امله يې ٧ کسان وژل شوي او ٤ ټپيان دي دبي بي سي د يو بل خبرله مخې په پېښور کې د پولیسو یو چارواکی د وسله والو کسانو له لورې په ډزو وژل شوی دی پولیس وایي پېښه د پېښور ښار د یکه توت په دروه چوک سیمه کې را منځ ته شوې ده. د یکه توت د تاڼې یوه چارواکي عصمت الله وویل چې د پولیسو یوه چارواکي خپل ماشومان ښوونځي ته لېږدول چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.د ډزو په پایله کې د پولیسو دغه چارواکی ځای پر ځای ووژل شو. خو ماشومانو ته یې په برید کې زیان نه دی رسېدلی.ښاغلي عصمت الله زیاته کړه چې له ډزو وروسته وسله وال کسان په تېښته بریالي شوي دي.له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړې دي.