کور / تازه خبرونه / دزابل او کندهار امنيتي چارواکي د اختر لپاره د کلکو امنيتي تدابېرو خبر ورکړ

دزابل او کندهار امنيتي چارواکي د اختر لپاره د کلکو امنيتي تدابېرو خبر ورکړ

دزابل ولايت يو شمير اوسيدونکي د اختر په ورځو کې له امنيتي ځواکونو د کلکو امنيتي تدابيرو د نيولو غوښتنه کوي
د دې ولايت اوسيدونکي د اختر په ورځو کي د امنيتي پيښو څخه انديښمن دي او په جګړه کې پر ښکيلو غاړو ږغ کوي چې له جګړي لاس واخلي او دواړه لوري دي د خلکو د امنيت د خونديتوب لپاره هڅي ګړندۍ کړي
د زابل ولايت چارواکي وايې چې ددي ولايت په کچه يې امنيتي تدابېر نيولي دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې هيڅ ډول ستونزه به را مخي ته نه سي ها خوا بيا د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي د لوي اختر له پاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي