د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ كې د ماين چاودنې له كبله مور او زوى ووژل شول

حاجی پوپل | اکتوبر 7th, 2014


د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ كې د ماين چاودنې له كبله مور او زوى ووژل شول.

د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان رسنیو ته وویل چې دا چاودنه پرون مازيګر په جاني خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زياته کړې، چې د مولوي شهرت الله په نوم د جاني خېلو د ګوډلو کلي اوسېدونکى چې د جومات ملا امام هم و، پر خپل موټرسايکل ماين لېږداوه.

د افغان په وينا، چې نوموړي پر موټر سايکل خپله مور هم سپره کړې وه او د هغې له شتونه په ګټې اخيستنې يې غوښتل ماين د خيرکوټ ولسوالۍ ته ولېږدوي چې په لاره کې پرې چاودلی دی.

افغان وايي چې چاودنې مور او زوی دواړه وژلي او موټرسايکل هم له منځه تللی دی.

د پکتيکا سرپرست والي محب الله صميم د مولوي شهرت الله دا کړنه يو لوی جنايت او نه بښونکی عمل وباله او ويې ويل چې هېڅوک هم د خپل ځان او بل د وژلو حق نه لري.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024