کور / تازه خبرونه / د پغمان د پېښې عاملان به سبا اعدام شي

د پغمان د پېښې عاملان به سبا اعدام شي

د کورنيو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې په پغمان کې د ډله ييز جنسي تېري او غلاوو پنځه تنه عاملان سبا اعدام شي.

دغه څرګندونې دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، خبريالانو ته وکړې ، خو په اړه يې جزييات ورنه کړل .

دا په داسې حال کې ده،چی د بخښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنیشنل) د افغانستان له جمهور رییس ښاغلي اشرف غني احمدزي نه غوښتي؛ د پغمان د پیښې عاملانو ته د اعدام سزا چې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي له خوا توشیح شوې؛ لغو کړي.