کور / تازه خبرونه / د کندهار مدني فعالانو د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه

د کندهار مدني فعالانو د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه

د کندهار مدني فعالانو د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه
د کندهار د مدني ټولنو لسګونه غړو د امنيتي ځواکونو د هغو هڅو چي د اختر د ورځو امنيت يې خوندي کړى وو، ستاينه وکړه.
تېره ورځ دغو لسګونه مدني فعالانو يو موټريز کاروان په ښار کي وګرځاوه چي له ځانونو سره يې ملي بيرغونه هم لېږدول او د امنيتي ځواکونو د ستايني او تشويق شعارونه يې ورکول. يادو کسانو پر ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو تحفې هم ووېشلې.

په کندهار کي د هينداري تعليمي او مطبوعاتي موسسې مشر غوث الدين فروتن چي د ياد کاروان مشري يې کوله، رسنیو ته وويل د دې مدني حرکت هدف د امنيتي ځواکونو د هغو هڅو ستاينه وه چي په اختر کي يې د امنيت خوندي کولو په موخه ترسره کړي وې. نوموړي زياته کړه چي په دې حرکت يې خپلو امنيتي سرتېرو ته دا وښوده چي تر شا يې ولاړ دي او د هغوى د هلوځلو درنښت لري. فروتن وويل امنيتي ځواکونو د خپلو سرونو په بيه امنيت خوندي کړى وو او په ټول اختر کي تر اوسه هيڅ ډول امنيتي پېښه نه ده رامنځته سوې.

د پروګرام يوه برخه وال احمدشاه سپر د وينا پر مهال د امنيتي سرتېرو ستايني د قدر وړ وبللې او سرتېرو ته يې ډاډ ورکړ چي ولس يې تر شا ولاړ دى. هغه وويل چي امنيتي سرتېرو د خپل اختر د لمانځلو پر ځاى د ولس امنيت خوندي کاوه، چي دا کار يې د زيات قدر وړ دى. امنيتي سرتېرو د کندهار له مدني فعالانو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چي نور به هم خپلو وظايفو ته ژمن اوسي.

خبریال: صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام