کور / تازه خبرونه / په هلمند کې ځانمرګي برید ۶ تنه وژلي او ۳۰ تنه نور يې ټپیان کړي

په هلمند کې ځانمرګي برید ۶ تنه وژلي او ۳۰ تنه نور يې ټپیان کړي

په هلمند کې ځانمرګي برید ۶ تنه وژلي او ۳۰ تنه نور يې ټپیان کړي
نن غرمه ۱۱ بجې د لښګرګاه ښار د کندهار دوراهي ته نږدې د نوزاد د مخکني امنیه قومندان عبدالله د کور سره ځان وژونکې حمله وسول .
په پېښه کې خپله عبدالله ټپي سوی
د هلمند د پوليسو ویاند سمونمل فریداحمد عبیدي لراوبر ته وويل چي په پېښه کې ۳ پوليس او ۳ عام خلګ وژل سوي او په ۳۰ تنو ټپیانو کې عام خلګ او پوليس دواړه شامل دي .
د پېښي قربانیان د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته انتقال سوي .
عبیدي زیاته وي چي د چاودنې په سیمه کې د خټو څخه جوړ د عامو خلګو کورونو زیات زیان لیدلی او عامو خلګو ته هم په همدې سیمه کې زیات د سر زیان رسیدلی .
تر اوسه چا د دغي چاودنې مسئولیت ندی منلی