کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۳ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۳ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴ تنه ټپيان دي او ۵ نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بغلان، کندوز، کندهار، اروزګان، لوګر او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.