کور / تازه خبرونه / ويسا: دکندهارولايت دامنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه

ويسا: دکندهارولايت دامنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالى ويسا دنيکمر غه لوى اختر دښه امنيت دتامين په خاطر دټولو امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه.

دا څرګندوني نن کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالى ويسا ېه ولايت مقام کي د امنيتي مجلس پر مهال وکړې. په امنيتي مجلس کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ ،د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر جنرال رحمت الله اطرافي، د ٢٠٥ اتل قول نماينده، ، د دريم سرحدي زون نماينده، د لوى محبس نماينده، او ديوناما ادارې استازې برخه لاره .

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، افغان امنيتي ځواکونه د خپل ولس د ژوند ژغورلو لپاره شپه و ورځ يوه کړې ده، هغه د افغان امنيتي ځواکونو دنيکمرغه لوى اختر په شپو او ورځو کي دښه فعاليت څخه ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې، دافغان امنيتي ځواکونو دښه هماهنګۍ او همژغۍ په نتيجه کې دښمن په دي سره ونه توانيدى چې خپل شوم اهداف تر سره کړي .

ښاغلي والي داراز ټولو امنيتي ځواکونو ته وويل چې دوى بايد پخپلو مينځوکي همږغي ولري، تر څو د امنيت په تامينولو کي ټولو ونډه اخيستې وي. ښاغلي ويسا دارنګه وويل وسله وال مخالفين هلي ځلي کولي چې دنيکمرغه لوى اختر په شپو ورځوکې امنيتي ستونزي رامنځ ته کړي خو زموږ دامنيتي ځواکونو دښه اتحاد او همژغۍ سره حل او خنثى سوي دي ،او کندهار ښار يان وکولاى سواى چې دامنيت په فضا کي خپل داختر شپې او ورځې په خوښۍ او خوشحالۍ سره ولمانځي .

د ٢٠٥ اتل قول اردو د لمړې ليوا رئيس ارکان ډګروال عبدالقهارباباکرخيل وويل روانه اوونۍ يې په ريګستان، غورک، ميوند، پنجوايي، شاوليکوټ ، ارغنداب او ميانشين ولسواليو کي ګډ تصفيوي عمليات کړي، چې په ترڅ کي دوه وسله وال مخالفين يې وژلي او له هغوى څخه دوه ملي وسلي اته کړى ماينونه او يوه اندازه مهمات کشف او تر لاسه کړي نوموړي زياته کړه افغان ملي اردو سرتېرو دښه امنيت دتامين په موخه خپلو عمليات ته دوام ور کوي.

د امنيت آمر مل جنرال رحمت الله اطرافي وويل چې روانه اوونۍ يې ١٤ وسله وال مخالفين وژلي، ٩ وسله وال يې ټپي کړى، هغه داراز زياته کړه چي ملي پوليسو دکندهار ښار يانو دښه امنيت دخوندي توب په موخه دخپلو لاسته راوړنو له جملي څخه چي په ښار او ولسواليو کي تصفيوي عمليات تر سره کړي دي يو ميل دهشکه،دوه ميله تفنګچې،٥٠کړۍ مختلف النوع ماينونه ، ١٥٠ متره سانيه سوزلاين کشف او تر لاسه کړي دي .

دامنيت آمر وويل ،٥٠ تنه په په نشه يي توکو روږد کسان تر صحي در ملني ورسته دمعتادينو دصحي کلينيک څخه فارغ او ټولني ته وړاندي سوې دې او دوئ کولاى سي دنورو نورمالو کسانو په څير خپل ژوند ته دوام ورکړي .

بل خوا د ٢٠٣ سرحدي زون نماينده سمونوال محمد شريف وويل ، سرحدي ځواکونه دخپلو عمليات په نتيجه کي ٤٥ کړى ماينونه کشف او شنډ کړي دي .

دتېري اونۍ په جريان کي دملي امنيت منسوبينو دخپلو اوپراتيفي فعاليتونو په پايله کي د دوو طالب قومندانانو په ګډون ٢٣ تنه وسله وال مخالفين يې نيولي او له دوى څخه يو شمير وسلي ،مهمات او چاوديدونکي توکي تر لاسه سوي دي