کور / تازه خبرونه / په زابل کي وسله والو مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتې

په زابل کي وسله والو مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتې

په زابل کي وسله والو مخالفینوته مرګ ژوبله اوښتې .
د زابل ولایت امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي رسنیو ته وویل چې دغه عملیات نن سره ددې ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ترسره شوي دي دده په خبره چې ګډو افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند د بابو په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړل چې پر مهال یې د دولت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه واوښتل د امنیت امر زیاته کړه چې جګړې شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او پکي دوه تنه د دولت وسله وال مخالفین او یو سیمه ییز پولیس ووژل شو هغه وايي چې امنیتي ځواکونو د جګړې په سیمه کې دوې عرادې موټرسیکلان، دوه میله کلاشنکوفونه او دوې مخابرې هم تر لاسه کړې دي د فراهي په خبره چې د امنیتي ځواکونو عملیات اوس هم ددې ولایت په یو شمیر سیمو کې دوام لري