ستيارتي او ملالي یوسفزۍ د نوبل د سولي جایزه وګټله

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 10th, 2014


 لندن :دبي بي سي دخبرله مخې د سوات پښتنې ملالې یوسفزۍ د ۲۰۱۴ کال سولې
لپاره د نوبل جایزه وګټله.ملاله د ۱۷ کاله په عمر کې د نوبل جایزې تر ټولو د کم عمر
ګټونکې ده.سږکال دغه جایزه دوه کسانو ته ورکړل شوه، دویم کس کیلاش ستیارتي
نومېږي.



د پرېکړې کمېټې ویلي:دغو دواړو کسانو ته د ماشومانو او ځوانانو پر ضد د
تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه”.ملاله تېر
کال هم د سولې نوبل جایزې ته نومانده وه.نوموړې د ماشومانو د تعلیم فعاله ده.ملالې
په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له لورې په سر په ډزو له لګېدو وروسته هم د نجونو لپاره د
غوره حقونو خپل کمپاین ته ادامه ورکړې ده.په ۲۰۱۴ کال کې د ناورې د سولې نوبل جایزې
ته ۲۷۸ کسانو ځان نوماند کړی و.په ۲۰۱۳ کال کې دغې جایزې ته ۲۵۹ نوماندان ثبت شوې
وو.پروسږ کال د سولې نوبل جایزه اروپايي اتحادیې ته ورکړل شوه، خو ټول په دې اړه
یوه خوله نه وو.انتقاد کوونکو ویلي وو چې د سولې جایزه هغې اتحادیې ته ورکړل شوه،
چې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ ده.


اړوند سرلیکونه:
—  
د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه

— 
د دوکتور، انجينر او نامتو کېمیاپوه الفرېډ نـوبـل پېژندنه 

Copyright Larawbar 2007-2024