کور / تازه خبرونه / د شمالي وزيرستان کډوالو د ژمنيو توکو دمرستې غوښتنه وکړه

د شمالي وزيرستان کډوالو د ژمنيو توکو دمرستې غوښتنه وکړه

د شمالي وزيرستان کډوالو د ژمنيو توکو دمرستې غوښتنه وکړه
نن د جمعې په مبارکه ورځ د خوست ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د
ولايت مقام د سولې کور کې د شمالي وزيرستان د کډوالو د ديني علماوو او
مشرانو سره ليدنه وکړه په دغه ليدنه کې د شمالي وزيرستان د کډوالو ديني
علماوو او مشرانو د دولت او مرستندويه ټولنو څخه د ژمنيو توکو خوراکي او
غير خوراکي موادو د مرستې غوښتنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې دشمالي وزيرستان دکډوالو په استازيتوب څو تنو ديني
علماوو او مشرانو خبرې وکړې دوى له هغه بشري مرستو څخه د زړه له کومې
مننه وکړه چې د دولت ،خلکو او مرستندويه ټولنو له لوري دوى ته تر دې
مهاله رسيدلې دي.
دغه ديني علماوو او مشرانو د خبرو پرمهال د افغانستان له دولت او
مرستندويه ټولنو څخه د ژمنيو توکو ،خوراکي او غير خوراکي موادو غوښتنه په
ډاګه کړه او همداشان يې دصحت او معارف په برخو کې هم مشخص وړانديزونه
وکړل.
دشمالي وزيرستان ديني علماوو او مشرانو وويل که د ژمي تر رارسيدو وړاندې
دوى ته ژمني توکي ،خيمې او سون توکي ورسيږي د راغليو کډوالو په وړاندې
ډيرې پرتې ستونزې به هوارې شي.
د خوست ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي دشمالي وزيرستان دکډوالو غوښتنې
ډيرې مهمې او پرځاى وبللې او په دې تړاو يې وويل چې دکډوالو ټولې اساسي
غوښتنې او اړتياوې يې تر مرکزي حکومت او ټولو مرستندويه ټولنو پورې رسولې
دي ،تمه ده چې په يو شمير برخو کې به عاجلې بشري مرستې ترسره شي.
ښاغلي نعيمي دا هم وويل چې افغانستان د شمالي وزيرستان دخلکو خپل کور دى
په دې کور کې چې کوم امکانات شته هغه به دشمالي وزيرستان دخلکو په اختيار
کې وي دولت او ولس به د اسلامي مسووليت له مخې خپلو بشري مرستو ته دوام
ورکړي او هيڅ ډول به خپلې مرستې ونه سپموي.
خوست سرپرست والي دشمالي وزيرستان ديني علماوو او مشرانو ته دا هم وويل
چې دکډوالو غوښتنې او اړتياوې به په ځانګړې توګه نوي ولسمشر ډاکټر
جلالتماب محمد اشرف غني احمدزي ته هم ډير ژر ورسوي او د ژمنيو مرستو په
تړاو به د نړيوالو مرستندويه ټولنو له مشرانو سره وګوري ترڅو هغوى هم په
دې برخه کې خپلې مرستې زياتې او ګړندۍ کړي.
همداشان نوموړي د قبايلو او سرحدونو چارو رياست رئيس او کډوالو چارو
رياست رئيس ته چې په ليدنه کې يې حضور درلود ،لارښوونه وکړه چې هميشه د
شمالي وزيرستان دخلکو د هر کورنۍ له ژوند ،حالت ،ستونزو او غوښتنو څخه
ځان خبر وساتي.
په دغه ليدنه کې د کډوالو چارو سرپرست رئيس محمد حسن مندوزي او قبايلو او
سرحدونو چارو سرپرست رئيس نقيب الله متونوال د ولايت مشرتابه ته د شويو
مرستو ،کډوالو دثبت او شته اړينو غوښتنو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.
واکمن

صدیق الله پوپل لراوبر