کور / کتاب / د تېمز له غاړې کتاب چاپ شو

د تېمز له غاړې کتاب چاپ شو

د کيسه ليکوالې او خبريالې ثنا ساپۍ د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه د سالنګ کتاب خپروونکي له لوري چاپ شوه.
دغه کتاب د تېمز له غاړې نومېږي چې ټولټال ۲۰ کيسې پکې راغلې دي او ۸۸ مخونه لري.
ثنا ساپۍ په کيسو کې خپله لاره لري او ډېرې کيسې يې د افغانستان د ټولنيزو ناخوالو راسپړلو او له هغو څخه راولاړېدونکو ستونزو ته ځانګړې کړې دي.
څنګه چې اغلې ساپۍ په هلمند، کندهار او ننګرهار کې ژوند کړی دی له همدې کبله يې کيسې هم د دې هېواد د ډېرو سيمو د خلکو په تېره بيا ښځو ژوند ښه منعکسوي.
په يو شمېر کيسو کې يې کلتوري مسايلو په تېره بيا په لرې پرتو سيمو او نالوستو ټولنو کې د ښځو ژوند ته پام کړی دی چې په دې توګه د کتاب ارزښت نور هم زيات شوی دی.
سالنګ کتاب خپروونکي وياړي چې پښتو ادب ته يې د لنډو کيسو يوه ارزښتناکه ټولګه وړاندې کړې او ليکوالې ته د لا نورو برياليتوبونو هيله کوي.

د تېمز له غاړي د لنډو کيسو ټولګه په کابل، کندهار، مزار شريف او ننګرهار په لاندې پتو تر لاسه کولی شئ.

کابل
دانش کتاب خانه، ميوند واټ، پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ، احمدي پلازه څلورم منزل، کابل ښار.

کندهار
افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځی، سردار مدد خان څلورلارې، احمد شاهي مارکېټ،‌ د افغان بېسيم تر دفتر لاندې، کندهار ښار.
ټليفون شمېره: ۰۷۰۰۳۶۹۹۰۰

مزار شريف
خوشال بابا کتابتون، بلخ ادبي خوځښت، حاجي ايوب څلورلاری، مزار شريف ښار.
ټليفون شمېره: ۰۷۰۸۱۹۸۱۹۷

جلال اباد
دانش کتابخانه
اسحاقزی مارکېټ، ځمکتل، جلال اباد ښار.
ټليفون شمېره: ۰۷۹۹۸۰۷۹۷۷