٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
عطاالله محمدي
د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د وسله والو په لاس چاودني ته چمتو سوى يو موټر چاودلى او پکښي څلور وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي چي دا پېښه تېره ورځ سهار د دې ولايت مرکز ته څېرمه د مخطر کلا په يوه کي رامنځ ته سوې.
د چارواکي په وينا چي وسله والو غوښتل دا موټر د دې ولايت مرکز لښکرګاه ته ننباسي خو مخکي خپل هدف ته تر رسېدو هغه چاودلى او څلورو وسله والو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.