د سنګين جکړې کندهار ته ګواښ جوړ کړی

اسدالله زړه سواند | نوومبر 9th, 2014


د کندهار امنيه قوماندان وايي، تر هغه پوري، چي د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي د مخالفينو په وړاندي رښتنی ګام وا نه خيستل سي، نو ممکنه ده، چي د کندهار غورک او ميوند ولسوالۍ دي باامنه سي.

چارواکي وايي، چي هلته يې په دې ورستيو کي ۳۰ مخالفين وژلي او سيمه يې د هغوئ له شتون څخه پاکه کړې ده.

د کندهار شمالي ولسوالۍ غورک لسګونه وسله وال هغه مهال ننوتل، چي د همدې ولسوالۍ امنيه قوماندان يې د خپلو دريو ساتونکو سره وواژه.

هلته شاوخوا اوه نور پولیس د مخالفينو سره په جګړه کي ژوبل سول او نژدې وه، چي مخالفين ولسوالۍ د سقوط سره مخ کړي.

د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، چي تازه د غورک له جګړې راغلی وايي، چي تر ۳۰ زيات جګړه کوونکي مخالفين يې وژلی او د هغوئ موټرسايکلونه او وسلې يې ترې نيولي دي.

هغه زياته کړه، چي ياد مخالفين د هلمند له سنګين او د روزګان له دهراود ولسواليو څخه راغلي وه او څرګنده يې کړه، ترڅو چي په سنګين کي د مخالفينو پر ضد اقدام ترسره نه سي، نو په غورک او ميوند کي به جګړه وي.

د کندهار امنيه قوماندان په دې وروستيو کی پر سرحدي پوستو د وسله والو د بريدونو او د پاکستاني سرتېرو لخوا د هغوئ د ښکاره ملاتړ یادونه هم وکړه.

ويل کیږي، چي د کندهار په معروف او ښوراوک ولسواليو هره ورځ د وسله والو مخالفينو بريدونه روان وي، چي د مقاومت وروسته بيرته د پاکستاني سرتېرو په پوستو کي پټيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024