په خاکريز کي ۱۸۰ محلي پولیس وژل سوي
د کندهار په شمالي ولسوالۍ خاکريز کي د ملي اردو د بې غورۍ له امله وسله وال مخالفين توانېدلي، چي د سيمه ايزو پولیسو ۱۸۰ سرتېري ووژني.
دغه محلي پولیس د ۲۰۱۳ کال څخه تر اوسه د خاکريز ولسوالۍ په لام، چنار، تمبيل او بارکي سيمه کي وژل سوي دي.
د خاکرېز د محلي پولیسو مشر وايي، چي شاوخوا ۳۰۰ تنه محلي پولیس په تشکيل کي ورکړل سوه، چي اوس يې یوازې ۱۲۰ تنه پاته دي او پاتي ۱۸۰ تنه يې وژل سوي دي.
هغه تور پوري کوي، چي ددې کړني مسول ټول ملي اردو او بهرني ځواکونه دي، چي لومړی يې عامو خلکو ته د محلي پولیسو په نوم وسلې ورکړې، خو کله چي به جګړه پرې پيل سوه، نو بيا يې مرسته نه ورسره کول.
دده په وينا، چي اوس په خاکرېز کي د ملي اردو ځواکونو او ایساف سرتېرو ټول محلي پولیس تش لاسي، بې وسلې، بې معاشه او بې ډوډۍ مخالفينو ته پرېښودل او دوی ترې ولاړ.
دغه قوماندان دولت دوی ته په نه پاملرني تورن کړ او زياته يې کړه، چي دوی په هرو عملياتو کي د ملي اردو او ایساف ځواکونو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کي جنګيږي، خو هغوئ ورسره مرسته نه کوي.
هغه دغه خبري مخامخ د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کورنيو چارو وزارت د سيمه ايزو پولیسو عمومي قوماندان ته وکړې.
خو هغوئ يې په جواب کي يوازي د ستونزو د حل ژمنه ورکړه.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو عملياتي قوماندان ډګروال عبدالهادي ترين بيا دغه ادعادوي ردوي او زياتوي، چي دوی هر وخت د محلي پولیسو ملاتړ کړی دی.
په همدې مهال د خاکريز ولسوالۍ څخه اامنيتي سرچينې وايي، چي هلته يوازي په تېرو څلورو مياشتو کي تر ۳۰ زيات محلي پولیس د همدې ستونزي له امله د مخالفينو سره يو ځای سوي دي.