د امريكا د اټوم لېږدوونكو ميزايلونو پرزې وركي سوې
يوه برتانوي اخبار د امريكا د اټومي ميزايلونو د وركېدو خبر وكړى دئ.
اخبار د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان د لوړ پوړو مامورينو له خولې خبر وركړى چي د وركو سوو حساسو پرزو شمېره د زرو په شاوخوا كي ده.
اخبار وايي د دفاع وزير رابرت ګېټس له دې وركي سره په تړاو كي د امريكايي پوځ ځيني لوړ پوړي كسان ليري كړي دي.
كه څه هم تر اوسه لا معلومه نه ده چي دا پرزې به د چا لاس ته لوېدلي وي، خو د امريكا دپاره به يې ځكه زيان ډېر وي، چي د پوځ د پرمختللي ټكنالوژۍ اسرار به يې رسوا سي.
دا په داسي حال كي ده، چي د روان كال د اپرېل په مياشت كي له پاكستان څخه افغانستان ته د امريكايي پوځ د درو څرخكو الوتكو ماشينان هم ورك سوي دي.
په افغانستان كي د ايتلافي ځواكونو ويانده كول رومي نيلسن وايي دغو ماشينانو د ۱۳ اعشاريه دوه ميليونه ډالره ارزښت درلود چي په خيبر ايجنسي كي د قبايلي طالبانو له خوا وتښتول سول.