کور / تازه خبرونه / پر مولانا فضل الرحمان بريد وسو

پر مولانا فضل الرحمان بريد وسو

پېښور:


 د دير علاقې په خال سيمه كي له لوډ شيډنګ (د برېښنا تګ راتګ) سره په مخالفت كي مظاهره چيانو د پاكستان د جمعيت العلماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټر بريد وكړ.
ويل كېږي د بريد له امله د مولانا د موټر ښيښي ماتي سوې، خو په موټر كي له ناستو څلورو كسانو څخه چاته زيان دئ اوښتى.
مولانا فضل الرحمان نن دير ته د شريعت نفاذ محمدي د ګوند له مشر مولانا صوفي محمد سره د ليدني دپاره تللى و، چي له دغه پېښي سره مخ سو.
مولانا صوفي محمد په ۲۰۰۲ كال كي د امريكا په غوښتنه د پاكستاني حكومت له خوا افغانستان ته د قبايلي طالبانو د لېږلو په تور ونيول سو، چي تېره مياشت په افغانستان كي د پاكستان د سفير طارق عزيزالدين سره په تبادله كي خوشي سو.


مولانا فضل الرحمان او مولانا صوفي محمد په پاكستاني ملايانو كي د افغان طالبانو ټينګ پلويان ګڼل كېږي، چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال يې ښې ګرمي اړيكي سره درلودې.