د جمعيت اسلامي قومندان د جاسوسۍ په تور ووژل سو

34 | جون 19th, 2008



د جمعيت اسلامي د جهادي ډلي قومندان ضابط خيري د جوزجان په ولايت كي ووژل سو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دغه وژني مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي چي نوموړى يې افغان او بهرنيو ځواكونو ته د جاسوسۍ په تور وواژه.
د جوزجان پوليس وايي د پېښي په باب يې پلټني پيل كړي دي، خو په دې تور تر اوسه څوك نه دي نيول سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024