اولسي جرګې ولي له امریکا سره تړون ته مثبته رايه ورکړه؟

عطاالله محمدي | نوومبر 24th, 2014


کابل چاپ ورځپاڼو له امریکا او ناټو سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي سندونو په اړه چې تیره ورځ د ولسي جرګې خوا تایید شول لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپانې لیکلي ولسي جرګې له بحثونو پرته له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه تایید کړل.

د همدې ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي د دغو تړونونو له بحث پرته تایید یوه تاریخي غلطي ده.

بلې خپلواکې ورځپانې سرنوشت په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ولسي جرګې ولې له امریکا سره تړون ته مثبته رایه ورکړه؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ډېرکسان همدا یو دلیل راوړي چې موږ د امن، اقتصاد، پرمختګ او ژوند لپاره له امریکا سره تړون ته اړتیال لرو.

د سرمقالې د لیکوال په باورله امریکا سره امنیتي تړون موږنه شي ژغورلی، ډېرژربه روښانه شي چې دغه تړون به له جګړې او بدبختیو پرته بل هېڅ شي رانه کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د ولسي جرګې له خوا له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي سندونو د تایید هرکلی کوو.

د سرمقالې د لیکوال په باورافغان حکومت په هېواد کې د تل پاتې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره سیمه ییزو او نړېوالو تړونونو ته اړتیا لري.

په سرمقاله کې راغلي دا چې د ولسي جرګې له خوا هم له امریکا سره امنیتي او دفاعي سندونه تایید شول، نو اوس له امریکا تمه ده چې زموږ په هېواد کې د پردیو د لاسوهنې مخه ونیسي.

د بلې دولتي ورځپاڼې انیس د سرمقالې عنوان دی د ولسي جرګې له لوري له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي سندونو تاییدول امریکا مکلفه وي چې افغان امنیتي ځواکونو تجهیزکړي.

لیکوال هیله څرګندوي چې له امریکا او ناټو سره د افغان حکومت امنیتي او دفاعي سندونه به د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو همکاریو یوه نوی صفحه پرانیزي.

محور خپلواکې ورځپانې لیکلي له امریکا سره د تړون په سراندېښنې ځکه ډېرې دي، چې ځیني خلک فکر کوي، چې ګویا امریکا په دغه سند کې له افغان لوري سره صادقه نه دی او کېدای شي، په خپلو کړو ژمنو ونه دریږي.

همدې ورځپاڼې خپل لومړی مخ د پکتیکا پېښې په ویرکې په تور رنګ چاپ کړی او لیکلي یې دي د پکتیکا د شهیدانو شمېر۵۰ تنو ته ورسېد.

او په پای کې ویسا له یوې باوري سرچینې نه نقل لیکلي د کابینې پنځه غړي نن اعانیږي.

وړاندې په مطلب کې راغلي، جنرال شېرمحمد کریمي د دفاع وزیر، جنرال عتیق الله بریالی د کورنیو چارو وزیر، جیلاني پوپل د مالیې وزیر، اکلیل حکیمي د بهرنیوچارو وزیر او رحمت الله نبیل د ملي امنیت د لوی ریس په توګه ونومول شي.

Copyright Larawbar 2007-2024