واده د عنقريبي او غلوچ ( د ع و غ نکل)
د ښاپيريانو دا دستور ؤ چي ناوي او زوم ته به يې د پاچهۍ پر لوی طلايي تخت خيمه وهله. هره شپه به پر طلايي تخت د نوي جوړې د واده شپه وه. د واده د شپې په سهار به ناوي او زوم په لوړ آواز د خدای حمد و ثنا ويله او د طلايي تخت څخه به راکښته سول او هغه به يې هغې نوي جوړې ته پرېښود چي د خپلي نکاح مراسمو ته به په انتظار ولاړه وه. په دې توګه نو د ښاپيريانو په وطن کي هر سهار پاچهي بدلېدله او هره ورځ به يو نوی جشن او خوښي وه.
يو واري داسي پېښه سوه چي د عنقريبي په نوم يوې پيغلي واده ؤ. د هميشه په څېر د ناوي او زوم نکاح وتړل سوه او هغوی ته پر طلايي تخت بستر هوار کړل سو او پر بستر يوه زرينه خيمه ودرول سوه. کله چي شپه تېره سوه او سهار سو نو ښاپيريانو د ناوي او زوم څخه حمد و ثنا نه واورېده بلکه د عنقريبي سُلګۍ يې تر غوږ سوې. په انتظار ولاړي نوي جوړې دغه سُلګۍ واورېدې او نور ښاپيريان يې خبر کړل.
عنقريبه د تخت له سر څخه په ژړا سوه او ويې ويل: «آ ښاپيريانو، زه خو کونډه سوم. زه خو په پيغلتوب کي کونډه سوم. دا څنګه ظلم دی؟» ښاپيريانو هم په وير سره د زوم مړی د تخت څخه راکښته کړ او د هغه جنازه يې په وير او ژړا سره تر قبره بدرګه کړه. ښاپيريانو تر درو ورځو پوري په زوم پسي وير وکړ او په څلورمه ورځ يې عنقريبه هغه ځوان ته ورپه نکاح کړه چي د خپلي راتلونکي ناوي سره يې د عنقريبي سُلګۍ اورېدلي وې. د دغه ځوان اصلي ټاکل سوې ناوې پاته سوه او ځوان د عنقريبي زوم سو.
کله چي شپه تېره سوه نو په دا سهار يو ځل بيا د عنقريبي د سُلګيو ږغ سو. په انتظار ولاړي جوړې نور ښاپيريان د حال څخه خبر کړل. عنقريبي د تخت له سره څخه بيا په ژړا را ږغ کړ، ويل: « آ ښاپيريانو، زه خو کونډه سوم. زه خو په پيغلتوب کي کونډه سوم. دا څنګه ظلم دی؟» ښاپيريانو په وير او ژړا سره د زوم مړی راکښته کړ او د هغه جنازه يې په اوښکو تر قبره بدرګه کړه. هغوی درې ورځي وير وکړ او په څلورمه ورځ يې عنقريبه هغه ځوان ته ور په نکاح کړه چي د خپلي راتلونکي ناوي سره د واده په انتظار ؤ. د دغه ځوان ناوې بې واده پاته سوه او ځوان پر طلايي تخت د عنقريبي مېلمه سو. په دا سهار يو ځل بيا د عنقريبي د سُلګيو ږغ راپورته سو.
د عنقريبي د لومړۍ نکاح راهيسي د ښاپيريانو د وطن څخه خوشالي کوچ سوې وه. هره ورځ به وير او غم ؤ. د عنقريبي نکاح، د زوم جنازه او بيا درې ورځي وير… همدغه نکل له سره او پايه کېدی او دغه خبيثه حلقه تکرارېدله. عنقريبي د تخت پر سر خيمه وهلې وه او هره څلورمه ورځ به يې د نوي زوم غوښتنه کوله.
د دېبانو په هيواد کي د غلوچ په نوم يو داسي دېب پيدا سوی ؤ چي هره شپه يې نوې ناوې غوښته او هر سهار به يې د يوې شپې دغه ناوې مړه وه. همدا ؤ چي دېبان چي د غلوچ څخه ډېر په عذاب سوي ول و ښاپيريانو ته په جرګه راغلل. هغوی ويل چي ستاسو عنقريبه زموږ غلوچ ته ور په نکاح کړئ. ښاپيريانو هم د دېبانو دا خبره ومنله. هغوی د عنقريبي وروستی زوم ښخ کړ او درې ورځي يې وير وکړ. په څلورمه ورځ ښاپيريانو عنقريبه و غلوچ ته په نکاح کړه. ناوي او زوم ته پر طلايي تخت بستر هوار کړل سو او ورباندي زرينه خيمه ودرول سوه.
کله چي شپه تېره سوه او سهار سو نو د طلايي تخت څخه د ناوي او زوم قهقهه جګه سوه. دومره جګه چي غرونه يې ولړزول. خو د هغوی د قهقهې د اورېدلو لپاره هيڅ ښاپيری ژوندی نه ؤ پاته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه