د ممتاز اورکزي
خان زمان کاکړ
ښاغلي ممتاز اورکزي د پېښور د ښوونځي پر روح لړزونکې او زړه چاودونکې پېښه يوه سانده ليکلې او ښاغلي سردار علي ټکر په يو ژړغونې او دردونکې غږ کې وئيلې ده. د پښتو ښه کيسه ليکوال ايمل پسرلي پر فېس بُک ليکلي، “د پېښور ښوونځي په غمېزه سردار علي ټکر د ممتاز اورکزي ښکلې سانده خوندوره ويلې ده.افغانستان کې هم ډيرې غميزې موږ لرلې که شينډنډ و که د پکتيکا د واليبال ډگر خو نه مو شاعر څه وليکل او نه مو سندرغاړې پرې غږ پورته کړ. موږ پرې پوهېږو نه که درد مو راته درد نه دى؟”. ښاغلی ايمل ښايي لا په دې موړ نه دی چې له څلوېښتو کلونو د پښتو نيژدې ټوله شاعري په ساندو، ويرونو، فريادونو او ماتمونو اوښتې ده او يا دا ټوله شاعري داسې ده چې د ايمل تنده يې ماته کړې نه ده.
د ښاغلي ممتاز دردناکه سانده او د ښاغلي ټکر دردناک سُر د پېښور خونړۍ پېښې ته ددې دواړو فنکارانو زيات حساسيت او ډېر ويرژن غبرګون څرګندوي، د دواړو ښاغلو د درد قدرداني پکار ده. خو ما چې کله دا سانده اورېده نو چې له کوم ذهني کېفيت څخه تېرېدم هغه ډېر زيات دردناک او له قابو بهر ؤ خو له دې سره زما تنقيدي ذهن زه ددې ساندې ټولنيزې اغېزې ته هم متوجه ساتلی وم. ساندې وئيل نه خو د ټولنې په تاريخ کې څه نوی شی دی او نه د ادبياتو په تاريخ کې. له اخلاقي او ادبي پلوه يې څېړنه هم څه نوې موضوع نه ده. په ادبياتو کې د صنف په لحاظ د”تراژيدي” په ارزښت او ضرورت قانع يم خو پر پېغام، محتواء، مخاطبه او اثراتو يې ټولنيز نقد يوه ډېره مهمه مسئله ده. نه غواړم چې دلته د ادبي تنقيد او ادبي تاريخ له تناظره بحث وکړم. پوښتنه دا ده چې د ممتاز اورکزي ددې ساندې پېغام څه دی او زموږ د ويرجنې ټولنې پر نفسياتو به يې اغېز څه وي؟
په دې سانده کې ممتاز صاحب خاورې، د شهيدو ماشومانو ميندو، خويندو او پلرونو ته مخاطبه کوي. په مقطع کې ځان ته وايي چې ستا په برخه نور څه دي، بس “د وحشتونو لعنتونه دي، په ناز يې واخله.” له دې څخه د شاعر ناتواني، بې وسي او ستړيا ثابته ده. حقيقت هم څه داسې دی زموږ شاعران په رښتيا هم ډېر زيات په دې غميزه کې ستړي شول، يوه موضوع، يو وير، يو فرياد چې نيژدې نيمه پېړۍ نيژدې په يو ډول اپروچ سانده يا سندره شي نو ذهني ستړيا هم بې وسي فطري ده خو آيا زموږ شاعرانو پر دې هم کله سوچ کړی چې په دې ويرونو او فريادونو به يې ټولنه څومره په ذهني توګه ستړې کړې وي؟ ممتاز صاحب زمکې ته وايي چې د ګلونو جسدونه دي، د فرشتو غوندې مخونه دي په ناز يې واخله، مور ته وايي چې د زوی کميس دې په مرميو سوی دی ښکل يې کړه او کتابونه يې په وينو رنګ دي، خور ته وايي چې د شهيد ورور ټوټې وجود ته دي پلو اونيسه او هم دا ستاسو نصيب دی او بيا پلار ته وايي چې قربان دې شم دا کټ د جنازې نه دی، ستا تالا شوي امېدونه دي، په ناز يې واخله. نه پوهېږم ممتاز صاحب ددې شهيدانو ميندو، خويندو، پلرونو او ټول غم ځپلي اولس ته کوم پېغام ورکول غواړي؟ آيا چا فکر نه دی کړی چې پر يوه خاصه خونړۍ پېښه دا ډول سانده او په دا ډول انداز وئيل به پر هغو کورنيو تر کلونو کلونو څه تېروي چې دا لوی قيامت يې ليدلی؟ په دې سانده کې يو زورور ماتم شته خو مزاحمت پکې د نيشت برابر دی. زما يقين دی چې دا سانده به لېونۍ مېندې، لېونۍ خويندۍ، لېوني پلرونه او لېوني وروڼه په نور لېونتوب اخته کړي، پر نفسياتو به يې يو بل لوی غضب ور نازل کړي. ما ددې ډول ساندو اثرات ليدلي چې پر غم ځپلو کورنيو کوم کوم قيامتونه تېروي. په دومره سخت دوزخي وخت کې چې زموږ شاعر ټولنې ته حوصله، همت او د مقابلې توان ورنه کړي، دا خو به يا د شاعر بې وسي وي او يا به يې سخته ناکامي وي. موږ د څه ليکلو او وئيلو په وخت دې ته سوچ نه کوو چې زموږ لوستونکي او اورېدونکي څوک دي؟ موږ ولې په دې حواله غافل يو چې له قامي غميزو سره زموږ دا ډول چلند د ټولنې نفسيات بربادوي؟
خو دلته د بحث يو دويم اړخ هم شته. يو دليل دا هم وړاندې کېدی شي چې ټولنه بې حسه شوې ده، اوس هډو پر لاشونو او جنازو ماتم هم نه کوي نو دا ډول ساندې او ويرنې کولی شي چې د ټولنې بې حسي ماته کړي خو موږ دا واقعيت هېرو چې يوه غميزه اوږده شي او بېخي يو ډول ساندې او ويرنې تکرار شي نو ټولنه ورسره عادي وګرځي.
سانده د يوې تراژيديکې پېښې نوعيت بايد چې خوندي کړي خو له پېښې سره يې يو دا ډول برخورد هم بايد وي چې خلکو ته د امېد يوه رڼا ورکړي او د ځان د تم کولو توان هم ورپه برخه کړي. سانده که داسې وي چې هغه لړزېدونکي وجودونه بالکل له پښو واچوي نو دا به زما په اند يو ظلم وي. د ادبياتو افادي اړخ کله هم له نظره نه شي اچول کېدی. شاعري وېډيو کېمره نه ده چې ټوله پېښه پکې سړی سر تر پايه کټ مټ خوندي کولی شي بلکې په شاعري کې د شاعر ټولنيز او فکري پوزيشن او کچې ته کتل کېږي چې شاعر چرته ولاړ دی، له چا سره ولاړ دی او څه ډول ولاړ دی؟ موږ ښاغلی سردار علی ټکر او ښاغلی ممتاز اورکزی وينو چې په دې “سانده” کې د پېښور له قيامت تېرونکو کورنيو سره په ماتم اخته ولاړ دي خو موږ د پښتو موسيقۍ ژوندی اتل سردار علی ټکر او د پښتو د اوسنی شعر نوی ځلېدونکی نوم ممتاز اورکزی نه غواړو چې د قيامت تېرونکو کورنيو غم نور پارولو ته پرېږدو بلکې زموږ له دې خپلو دواړو صلاحيتونو څخه تمه دا ده چې دوی به غم ځپلو او پرېوتونکو وجودونو ته سهاره ثابتېږي، وږه به ورکوي او تر دې لوی ماتم به يې په حوصله راتېروي. د قلم خاوندان او ذمه وار وګړي بايد د ويرونو سيند اخيستي اولس ته لاس ورکړي او يو داسې احساس ورکړي چې ژوند به کول وي، په هر حال کې به کول وي، د ژوند حق به اخيستل وي، ددې حق لپاره مزاحمت او مبارزه به کول وي. موږ د يو قرباني شوي فريق په توګه په داسې انداز درېدل غواړو چې دښمن ته ثابته کړو چې نه زموږ حوصلې ماتې دي او نه د مبارزې له کاره لاس په سر شوي يو. ټکر صاحب او ممتاز صاحب دواړه د زيات درناوي وړ کسان دي، دا دواړه کسان په دې لويه غميزه او جنګ کې د خپل قام او اولس په څنګ کې ولاړ دي، موږ او دوی به په شريکه خپل قام او اولس د ماتم تر پولې را پورې باسو، دا نه چې موږ يې د ماتم دا دوره نوره هم اوږده او کچه نوره هم لوړه کړو.
khanzamankakar.kakar@gmail.com