کور / تازه خبرونه / اسرائيل د اېران پر اټومي بټيو د يرغل نيت لري

اسرائيل د اېران پر اټومي بټيو د يرغل نيت لري


امريكايي رسنۍ ادعا كوي، چي همدا اوس د اسرائيلو په زرونو پوځيان پر اېران د ممكنه بريد دپاره تيارى نيسي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼي د امريكايي مقاماتو له خولې خبر وركړ، چي د جون له لومړۍ اونۍ راپه دې خوا تر سلو زياتو اسرائيلۍ ايف شپاړس او پنځلس الوتكو په يونان او ختيځو ساحلونو كي تمرينات پيل كړي دي.
نيويارك ټايمز ليكي له دې څخه ښكاري چي اسرائيل د اېران پر اټومي تاسيساتو د يرغل پلان لري.
راپور د اسرائيلي پوځ د وياند له خولې كاږي، چي دغه پوځي تمرينات يې له اسرائيلو سره مخ كېدونكو قوتونو ته د چلينج په خاطر شروع كړي دي.
د پنټاګان يوه لوړ پوړي مامور نيويارك ټايمز ته ويلي، چي اسرائيل اېران ته دا پيغام وركوي چي كه د سولي له لاري خپل اټومي پروګرام ونه دروي، اسرائيل به په زوره دا موضوع حل كړي.