کور / تازه خبرونه / د پاكستان د كركيټ مشهور لوبغاړى خوشي سو

د پاكستان د كركيټ مشهور لوبغاړى خوشي سو

د كركيټ د ملي ټيم تر ټولو تېز بالر محمدآصف په دوبۍ كي تر شل ورځي بند وروسته خوشي سو.
محمدآصف د دوبۍ په نړيوال هوايي ډګر كي پوليسو د هيروئينو د استعمال په تور نيولى و.


د پاکستان د کرکټ لوبغاړی اصف



آصف وايي پوليسو د ده په جيب كي پر ورسره درملو د هيروئينو ګومان وكړ، نو ځكه يې تحقيقات ترې پيل كړل.
نوموړى چي تېره شپه پاكستان ته راورسېد، د پاكستان كركيټ بورډ له مشر ډاكټر نسيم اشرف او په دوبۍ كي يې د پاكستاني  سفارت له غړو څخه مننه وكړه، چي د ده په خوشي كېدو كي يې ځانونه ستړي كړي وه.
محمدآصف وايي د خداى (ج) اووه زره شكره ادا كوم چي خپل هيواد ته يې په خير راورسولم.