د وزيرستان اوسېدونكي د الوتكو له پروازونو اندېښمن دي

34 | جون 20th, 2008



د جنوبي او شمالي وزيرستان د بېلابېلو سيمو انګور اډې، مكين، زرمك، شوال، دته خېل، غلام خان او نورو سيمو اوسېدونكي وايي د جاسوسي الوتكو پروازونه ډېر سوي دي..
دې الوتنو د سيمي اوسېدونكي د ممكنه بمباريو له بېري سخت اندېښمن كړي دي..
دوى د پاكستان له حكومت څخه غوښتنه كړې چي د پروازونو د مخنيوي په لاره كي ګامونه پورته كړي.
 تېره اونۍ امريكايي الوتكو د قبايلو پر مومند ايجنسي بمباري هم كړې وه، چي پاكستاني پوځيانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
پاكستان د مومند ايجنسۍ پر امريكايي بمباريو انتقاد وكړ او له امريكا څخه يې د پېښي د تحقيقاتو غوښتنه وكړه.

Copyright Larawbar 2007-2024