کور / تازه خبرونه / هلمند: ځانمرګي بريد يو امريكايي او لس تنه لارويان ووژل

هلمند: ځانمرګي بريد يو امريكايي او لس تنه لارويان ووژل


د هلمند په ګريشك ولسوالي كي يوه ځانمرګي بريد يوولس تنه ووژل.
د هلمند د پوليسو مشر محمدحسين انډيوال وايي بريد كوونكي د ګريشك په ښار كي د امريكايي پوځيانو يوه كاروان ته نيژدې ځان وچاودئ، چي له امله يې د يوه امريكايي عسكر په ګډون يوولس تنه لارويان او دكانداران مړه سول.
انډيوال وايي په دې بريد كي څو تنه ټپيان سوي هم دي.
بلي خوا ته د ناټو ځواكونو هم د يوې اعلاميې په خپرولو د بريد پخلى كړى، خو د مرګ ژوبلي په باب يې څه نه دي ويلي.
دا په داسي حال كي ده چي ايتلافي ځواكونو په هلمند كي د پنجشنبې په ورځ د دوو نورو پوځيانو د وژني خبر هم وركړى دئ.
دوى وايي دغه پوځيان له طالبانو سره په جګړه كي وژل سوي دي، خو د پېښي د ځاى او عسكرو د هويت په باب څه نه دي ويل سوي.