کور / تازه خبرونه / پوليسو د دوو ځانمرګو بريدونو په تور پنځه تنه ونيول

پوليسو د دوو ځانمرګو بريدونو په تور پنځه تنه ونيول


په لاهور كي پوليسو د مارچ د ۱۱ نېټي په دوو ځانمرګو بريدونو كي د لاس لرلو په تور پنځه تنه ونيول.
د پنجاب پوليس وايي دوى يې په لاهور او ګجرانواله كي پر بېلابېلو ځايونو د چاپې وهلو پر مهال نيولي دي.
نيول سوي كسان، عاصم، انعام الحق، حافظ فدا الرحمان، عنايت الله او عبدالواحد نومېږي، چي د پوليسو په وينا پنځه سره د كالعدم لښكر له جنګياليو سره تړاو لري.
د پاكستان د كورنيو استخباراتو ايف، آى اې مشر په يوه خبري كنفرانس كي وويل د دوى د شپږم ملګري حمزه لټون هم روان دئ.
د نوموړي په وينا له دغو كسانو سره په زياته اندازه بارود او لاسي بمونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د يوې پوښتني په ځواب كي د ايف آى اې مشر وويل چي له دوى څخه به د لاهور د دوو ځانمرګو بريدونو او نورو په باب پوښتني ګروېږني وسي.
د يادوني وړ ده چي د روان كال د مارچ پر ۱۱ مه په لاهور كي دوه پرله پسې ځانمرګي وسول چي يو يې د پاكستان د كورنيو استخباراتو ايف آى اې شبكې دفتر ته څرمه او بل يې د لاهور په ماډل ښارګوټي كي ترسره سو، چي زياته مرګ ژوبله يې واړول.