کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بيا رغونه که د جيبونو ډکونه !

بيا رغونه که د جيبونو ډکونه !

۱۳۸۷د غبرګولي ۲۳


په ۲۰۰۱ کال کښې د د طالبانو رجيم يا واکداري په کنډو شوه . نړي یوالو فوځونه سره د ډکو جيبونو زموږ هېوادته  را غلل  د ترهګرو ترورسټانو پر ضد ېې په تيرو شپرو کلونو کښې  په زياته اندازه مالي اوانساني  تلفات افغاني او بهرنی لور ته واوښتل  . مګر دسولی په راوستلو کښې لاتراوسه  کوټلي او ښکاره  برياوی  په سترګو شوي ندي. .د بلی خوا نړیوالو د افغانستان د بيا رغولو په خاطر  څو نړیوال کنفرانسونه په لندن، برلين، توکيو او همداوس په فاريس کښې ددجوړيدو په درشل کښې دی.  او لکه چي خبر تر لاسه شو د فاريس په کنفرانس  کې  تقريبا ۲۱ ميليارده ډالره  مرسته وشوه . ددی ټولو غونډو م
 وخه داوه اوداده چې  دافغانستان  ورانی کنډوالی ، سړکونه، فابريکی، کرهڼی ، د برښنا سيستم ، د مالداری وده، د څنګلونو بيا رغونه او ساتنه، د صحت چارو ته پاملرنه اونور په سلګونو عمراني کارونه بايد سرته ورسيږي. ددی کار په خاطر مرسته ورکونکو هېوادونو په ميلياردونو ډالر  د دولت مختلفو خواووته ور کړی. اما کله چي ددی مرستو حساب  وپوښتل شی  چي دغه مرستی په کومه پروژه کی او چيری مصرف شوی حساب ورک شي  . د خزانی وزير وائي چی موږ ته دارقم پيسی ندي  راکړل شوي خپله بهرنيانو د خپلو انجو ګانو له طريقه مصرف کړيدي.  .
د بيا رغونی کارونه  که وليدل شي  د هغوی  کيفيت  د نړیوال سټنډر سره سم ندی مثلا که يوازی د کابل جلاا ل باد،کابل کندهار اود سالنګ تونل  ووينی نو وبه ګوری چی ددی بيا رغونی د کار کيفيت څومره خراب او حتی  د ليدلو وړ ندی. همداوس د کابل کندهار سړک په ډير کم وخت کي د مينځه تللو په حال کیدی. . د کابل جلا لاباد سړک  خو کاملا په خورا کمزوري   شکل رغول شوی. .ددی لويو پرژو لپاره په ميلونو ډالر مصرف شول  اما
لاتراوسه ئي د مصارفو اسناد ندي تير شوي سړکونه له مينځه ولاړل  .
زما له نظره  دا پيسي د ښه کار په عوض د څو ټيکدارانو او څو واکدارانو وجيبو ته ولاړی او بس .
که د واکدارو څخه وپوښتل شي چي دا پيسی چيری او په څشي ولګيدی نودوی بيا وائي ستاسو معلومات کم دي  . دا پيسي چي ويل کيږی په ميلياردو  ډالر دي دومره ندی  موږ له دی پيسو خڅه يو نا څيز رقم را کړل شوی نوری دوی خپله مصرف کړي دي. . او يا په نظامي چارو لږيدلي دي.
په مينځ کښې حساب ورک دی  د ولسي جرګی  ،د څارګرو ډلو ،او دولت ، اوهم د بهرنيو کار پوهانو  څخه دا حساب ورک دی  .چي مرسته شوی پيسی څه شوی او په کوم عام ملمنفعه پروژه وليګدی چي ولس ته حساب ورکړل شي. .
لنډه دا چی د کار پر ځای جيبونه ډک شوي  . هيڅ ارګان او مسوله اداره نشته  چي ددی کار او مصارفو پوښتنه وکړي. .په تيرو ۷ کلونو کښي  د پخوا په پرتله لوږه، بيکاري، د ماشومانو مرګ مير، د خورا کي موادو کمښت د صحي اوبو کمښت  ، د نرخونو سرسامور ه پورته تلل، د مالداری له مينځه تلل، د برښنا کارته پاملرنه نه کول،
د خوصوصي پانګوالو  سره لازمه مرسته نه کول ددی سبب شول چې يو څو د ګوتو په شمير فابريکی  چي په کار لويدلی وی دوباره وتړل شوی . د لوږی څخه په لسګونو کورنيو خپل ماشومان وپلورل، د کار ميندلو په خاطر زيات ځوانان بهرنيو هېوادو ته ولاړل. .د کرهڼی ځمکی د اوبو د نه لرو په وجه شاړی پاته شوی . د افغانستان هېواد له اوبو څخه ګاونډی  هېوادونه ګټه پورته کوي .د ځنګلونو بیرحمانه وهل او پر ګاونډيو  پلورل  زموږ د وطن موسم بدل کړو ځنګلونه بيا ونه رغول شوه او نه ئي  د وهلو مخنوی وشو، د افغانستان د خلکو ملي سرمايه يعنی معدنونه د ټوپکوالاوو له خوا په غيری قا نو ني توګه و ويستل
 شوه او بهرته قاچاق شول. .
ښه مثال: ئي د بدخشان د کران او منجان دولسوالی لاجورد دي چي د زور واکانو لخوا ايستل کيږي او پلورل کيږي. اوداسی نور په سلګونو مثالونه شته.
دولتي ځمکی، د همدغو ټوپکسالارانو په واسطه غصب شوی او پر نورو وپلورل شوی هيچا ددی لوی او عظيم خيانت  پر وړاندی هيڅ ګام پورته نکړو .يوازي د ښار جوړلو وزير ناری سوری ووهلی مګر چا سر ونه ږراوه . د افغانستان ددولت د اول نفره نه نيولی تر پياده پوری ناری وهي چې په اداره کښې رشوت، اداري فساد، او زورونه شته  د انساناو حقه حقونه تر پښو لاندی کيږي  . امنيت نشته، د سړي تښتونه خو عام شوی .
ماشومان د يوی مړی په خاطر شاقه کارونه کوي  . د ښځو پر وړاندی ناروا وی کيږي  . اما هيڅوک نشته چي مجرم ته د قانون  په وړاندی سزا ورکړي . .
په افغانستان کښې داسی افراد او اشخاص شته چي خپلی ګروپي، تنظيمي ګټی تر ملي ګټو پورته ګڼي .
د وطن د خلکو د سوکالی  ، يووالي  او ابادی پر ځای  ژبني سمتي، او بيلوالي ته لمن وهي .
نو زما له نظره د اوسنی اداری مشرتابه خوصو صا حامد کرزي د افغانستان د خلکو لخوا د منتخب  استازي مشر ته  په کار ده چي د فاريس د کنفرانس  اونورو کنفرانسونو مرستی وعرضوي  او مفسيدينواو متخليفينو ته ئي سخته جزا ورکړي  . ده ته واک او صلاحيت خلکو ورکړی کله چی دی د خلکو په وړاندی  متعصيبينو  ته جزا ورکوي ټول خلک له ده سره دي  . او که ښاغلی جمهورريس  ددی ناوړه او ښکاره تيريو او مظالمو په وړاندی بی پری کښني  او يا چپ پاته شي  نو بيا خلک پر ده ديو وتلي او منتخب مشر حساب نشي کولای .
ولسونه خپل حق غوښونکي دي اودا بايد  دده په وجود کښې  وغوښتل شي.